1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «هگوپیت» توپان بریښنايي شبکې غوڅې کړې دي

آژانسونه/ عبدالباري حکیم۱۳۹۳ آذر ۱۶, یکشنبه

لکه څرنگه چې انتظار کیده د «هگوپیت» توپان د خپل تند باد او سختو بارانونو سره د فیلیپین مرکزي او ختیځې برخې سختې تاواني کړي دي. د ډيرو سیمو بریښنا او تیلیفون شبکې غوڅې او په ملیونونو خلک اغیزمن شوي دي.

https://p.dw.com/p/1E0PV
د هگوپیت توپان
د هگوپیت توپانانځور: picture-alliance/dpa

د «هگوپیت» په نامه سخت توپان چې د باد سرعت ېې په ساعت کې تر ۱۶۰ کیلو مترو پورې رسیده، د فلیپین ساحلي ښار «ډولرز» په لومړې سر کې تر خپل برید لاندې ونیو. د «بوین» په سیمه کې د دغه توپان سرعت حتې ۱۹۵ کیلومترفی ساعت اندازه شوی دی.

په یو شمیر ولایاتو لکه «ختیځ سامار، شمالي سامار، سامار او لیت» که په ملیونو خلک له بریښنا څخه بې برخې شوي دي. د نوموړو سیمو په ځینو برخو کې تیلفوني شبکې هم غوڅې شوي دي.

دغه توپان چې له سختو بارانونو او تند باد سره جوخت ؤ، له ځینو کورونو څخه یې بامونه الوزولي، ځینې غیر مضبوط کورونه او کوډلې ېې په بشپړه توگه ویجاړ کړي، د بریښنا ستنې ېې چپه کړي او اونې له ریښو څخه ایستلي دي. کابو یوملیون خلک چې له ساحلي سیمو څخه وتلي دي، اوس په بیړنیو سرپناوو کې شپې او ورځې تېروي.


ایا د مانیلا لپاره هم خطر شته دی؟

د رپوټونو له مخې اوس ویل کیږي چې د «هگوپیت» توپان خپل سمت بدل کړی او د «مسبټ» سیمې په لور روان دی. دغه ولایت د فیلیپین د پلازمینې « مانیلا» په جنوب کابو ۴۰۰ کیلومترۍ کې پروت دی.

فیلبین وخت په وخت د توپانونو سره مخامخ دی
فیلبین وخت په وخت د توپانونو سره مخامخ دیانځور: picture-alliance/dpa

د هواپیژندنې د ملي ادارې چارواکي اندیښنه لري چې ښايي «هگوپیت» په وروستۍ شیبه کې د شمال په لور مخه کړي او له دې سره پلازمینه مانیلا چیرته چې په ملیونونو خلک اوسیږي د دغه توپان تر برید لاندې پریوځي.

د نوموړي ښار چارواکو خلکو ته مخکې له مخکې خبرداری ورکړی ترڅو اړین تدابیر ونیسي. په ښار کې د اعلانونو سترې لوحې کښته کړای شوي دي او د ژغورنې کارکونکي وخت په وخت د خطر زنگونه غږوي.


د هوا پیژندونکو د اټکل له مخې «هگوپیت» ښايي تر چهار شنبې پورې د فیلیپین مرکزي ولایتونه تر خپل برید لاندي ونیسي. دغه توپان د پخواني «هیان» نومي توپان په پرتله چې کابو ۱۳ میاشتې مخکې په فیلیبین کې سخت ځاني او مالي تاوانونه واړل، ورو خوځيږي، خو د ورانیو قوت ېې هغه ته ورته دی.