1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هیلري او ترمپ دریمه مناظره تر ټولو پاروونکې وه

۱۳۹۵ مهر ۲۹, پنجشنبه

د جمهوري غوښتونکو نوماند دونلد ترمپ، په وروستۍ تلویزوني مناظره کې د خپل سیالې هیلري کلنتن پر وړاندې تر ډیره آرام ښکاریده. خو ترمپ دا تایید نه کړه چې ایا د ټاکنو پایلې به په هر حالت کې ومني.

https://p.dw.com/p/2RShX
USA | 3. Präsidentschaftsdebatte 2016 in Las Vegas
انځور: Getty Images/D. Angerer

کله چې له ترمپ څخه د دې منظارې چلوونکي پوښتنه وکړه چې ایا د ټاکنو په پایله کې د هلري کلنټن پر وړاندې خپله احتمالي ماته به ومني او که نه، هغه په ځواب کې وویل: «په همغه وخت کې به درته ووایم.» ترمپ زیاته کړه چې په دې اړه خپل نظر به «په نامعلوم حالت کې پریږدي».

له دې خبرې وروسته، د دیموکراتانو نوماندې هیلري کلنټن د هغه پر دغه خبره نیوکه وکړه او د هغه خبره یې «ډاروونکې» وبلله.

هغې وویل چې په دیموکراسي کې دا کار عملي بڼه نه لري: «په داسې حالاتو کې چې پایلې زموږ په خوښه نه وي، موږ قبولې کړې دي. او له یو چا څخه چې د ټاکنو په مناظره کې ګډون کوي، باید همدا تمه وشي.»

د مهاجرت په برخه کې د ترمپ یوه بله خبره هم له غبرګون سره مخ شوه، او هغې د امریکا او مکسیکو په پوله باندې د ترمپ لخوا د دیوال جوړول وو. په دې هکله هغه وویل: «موږ باید له خپل هیواد څخه نشيي توکې بیرون کړو. اوس موږ ته نشيي توکي لیږل کیږي او هغوی پیسې ترلاسه کوي [...] موږ په خپل هیواد کې ځینې خراب کسان لرو، او موږ هڅه کوو چې هغوی له دې خاورې څخه وایستل شي.»

د ټولنیز امنیت او د روغتیا د پلانونو په برخه کې ترمپ، هیلري کلنتن ته د «خرابې میرمنې» نوم وکاروو او دې خبرې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو پام هم ځان ته راوګرځوه. ترمپ هغه وخت کلنتن ته د خرابې میرمنې نوم واخیست، کله چې هغې د خپل ځان او د خپل سیال په ګډون په بډایه کسانو باندې د مالیې د ډیرولو خبره وکړه.

په امریکا متحده ایالاتو کې د دویچه ویله خبریالې انیس پول په لاس ویګاس کې جوړه شوې دغه مناظره د میمفیس پوهنتون له زده کوونکو سره یو ځای ولیده. هغې پرخپله ټویټر پاڼه لیکلي: «د میمفیس پوهنتون زده کوونکې د وتلو په حال کې دي وايي چې دا مناظره نور د زغملو وړ نه ده.»