1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د واده شوو ښځو سوداگري

۱۳۹۵ اسفند ۶, جمعه

په پاکستان کې د ښځو د حقونو د فعالینو په وینا د دغه هیواد ځیني کلیوالي ښځې تر واده وروسته د هیواد د باندې او یا هم د هیواد دننه پلورل کیږي. ظاهرا ځینې میرمنې په دوبۍ کې تر پلورل کیدو وروسته بد لمنۍ ته مجورې کړی شوي دي.

https://p.dw.com/p/2YDER
Pakistan - Familie protestiert nach Zwangsheihrat und Menschenhandel
انځور: A. Bacha

په سوات کې د دویچه ویله د اردو څانگې خبریال په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په سوات کې د ښځو دحقونو سازمان «خویندو جرگه» مشرې تبسم عدنان ویلي دي چې د دوی موندې ښيي چې په سوات کې د وداه په ترڅ کې د ښځو د پلورلو له پاره ځینې ډلې فعاله دي. د هغی په خبره دغې ډلې ښځو او د هغوی کورنیو ته سره او شنه باغونه ښيي او د پیسو په بدل کې واده کوي او بیا دغه ښځې د بد لمنۍ له پاره پلورل کیږي.

له دویچه ویله سره هغې په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي: «زموږ سازمان ته پنځه داسې قضیې راغلي دي چې میندو او پلرونو یې د پیسو په خاطر خپلې لوڼې واده کړي او نه یوازې بیا پر دغو ښځو تشدد شوی، بلکې له هغوی څخه غیر اخلاقي کار هم اخیستل شوی دی.»

تبسم عدنان، د «خویندو جرگه» سازمان مشره
انځور: A. Bacha

د تبسم عدنان، په خبره زیاتره دغه ښځې له کلیوالو سیمو سره تړاو لري چې په وینا یې ځینې ډلې په دغسې ځایونو کې په آسانۍ سره خپل کار سر ته رسولی شي: «موږ ته چې کومو ښځو خپل فریادونه راوړي دي یا په دوبۍ او یا د هیواد په دننه کې پلورل شوي دي. ځینو میرمنو ته موږ خلع (د میړه څخه بیلتون)  ترلاسه کړی دی، خو ځینې داسې میرمنې هم شته چې د دغو خلکو له منگلو لا نه دي آزادې شوي.»

د سوات د منگلور سیمې اوسیدونکې شل کلنه شمع، دویچه ویله ته ویلي چې د خپلې خوښې خلاف د پیښور یوه اوسیدونکي ته واده شوه. د هغې په خبره د واده په لومړیو ورځو کې خو هر څه سم وو خو بیا «یوه ورځ زما خاوند زه نڅا ته بوتلم او کله چې مې انکار وکړ نو زما د پلار د وژلو گواښ یې وکړ. تر هغې وروسته بد لمنې ته هم اړ ایستل شوم.»

د ملگرو ملتونو د نشه ایي توکو او جرمونو ضد دفتر د رپوټ له مخې په پاکستان کې ځینې داسې ډلې فعالیت کوي چې په ۲۰۱۳م کال کې یې د انسانانو له قاچاق څخه ۹۲۷ میلیونه ډالر په لاس راوړي دي. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په وینا په پاکستان کې شاو خوا داسې زر ډلې شته چې په انساني قاچاق کې ښکیلې دي.

د سوات د منگلور سیمې شل کلنه شمع
انځور: A. Bacha

د ښځو د پلور د رپوټونو په هکله د خیبر پښتونخوا ایالت د پولیس یوه آفسر حبیب الله خان په خبره، دغه ډول قضیې یا خو د سیمه ایزو ان جي او گانو په دفترونو کې ثبتیږي او یا د کلیو په سطح د جرگو له لارې په خپلو منځو کې اواریږي: «له موږ سره تر اوسه د ښځو د ودونو په ترڅ کې د دوی د پلور کومه قضیه نه ده ثبت شوې.»

د خویندو جرگه، نومې سازمان په وینا د سوات په شمول د خیبر پښتونخوا ایالت په نورو سیمو کې په دغسې پیښو کې د زیاتوالي اټکل کیږي. د دغسې ودونو بیه له ۲۵ زرو څخه تر ۲۵۰ کلدارو پورې ښول کیږي.

د تبسم عدنان په وینا د کلیو په کچه د دغه مسلې پر ضد د پوهاوي خپرولو اړتیا ده، څو کله چې میندې او پلرونه خپلې لوڼې د نورو ځایونو خلکو ته ودوي، نو د هغوی په هکله باید پوره معلومات تر لاسه کړي.

عدنان باچا، سوات