1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د واشنګتن او اسلام اباد د اړيکو راتلونکي تت ښکاری

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۱, چهارشنبه

سناتور جان کيري پاکستان ته ځي ترڅو د دواړوهيوادونو د اړيکو په راتلونکي باندي وغيږي. د پاکستان د پوځ مشران د امريکا د تيري اوني د يو اړخيزو عملياتو له امله په غوسه دي.هغوي خپل اولس ته بي اعتبار شويدي

https://p.dw.com/p/11Dbd
صدراعةم یوسف رضا گِلانی او سناتور جان کیری
صدراعةم یوسف رضا گِلانی او سناتور جان کیریانځور: AP

د امريکا د متحده ايالاتو يو لوړ پوړي سياستمدار او د سنا د باندنيو چارو د کميټي مشر جان کيري ويلي چي ډير زر به اسلام آباد ته سفر وکړي تر څو د دواړو هيوادونو د اړيکو پر سر خبري وکړي. دا پداسي حال کي ده چي د اسامه بن لادن تر وژل کيدو وروسته د اسلام آباد او واشنګټن اړيکي لا ډيري ترينګلي شوي دي.

جان کيري هيله څرګنده کړي چي په ايبټ آباد کي د القاعدي د ترهګري شبکي د مشر، اسامه بن لادن تر وژل کيدو وروسته به دي هڅه وکړي چي د دغي لانجي په سر راپورته شوي ناندري څه نا څه هواري کړي.

هغه خبريالانو ته وويل « په ښکاره ډول داسي موضوع ګاني او جدي پوښتنی شته دي چي بايد ځواب ورته وموندل شي.» هغه زياته کړه « ټولي موضوع ګاني» د بن لادن پر وژنه را څرخيږي.

کيري چي په 2009 کال کي پاکستان ته د متحده ايالاتو د ملياردو ډالرو غير پوځي مرستو د یو پلان د طراحانو له جملي څخه دي، د متحده ايالاتو د سنا په مجلس کي د پاکستان دوست ګنل کيږي، خو هغه کله چي اسلام آباد ته سفر کوي، د پاکستان د پياوړي امنیتی دستګاه له سخت قهر او غوسي سره ښايي مخامخ شي، ځکه پوځ او استخباراتي اداره دواړه د خپل هيواد په خاوره کي د امريکا د يو اړخيزه پوځي عملياتو څخه ناخوښ دي.

د پاکستان يو لوړ پوړي امنيتي چارواکي چي هويت يي د رويتر د خبري آژانس له خوا نه دي بربڼد شوي، وويل: « ISI او پوځ دواړه چي له زور پالونکو سره د اړيکو يو اوږد تاريخ لري، له دغو عملياتو سره د عامه خلکو په وړاندي سخت بي اعتباره شول.»

هغه وويل: « دا چي اعتماد پښو لاندي شو، مونږ سخت په غوسه يو. د دغي پيښي له امله له امريکانو سره په پوځي او استخباراتي ساحه کی زمونږ همکاري ته تاوان ورساوه.»

يوي امريکايي کوماندو د پاکستان له خبرتيا پرته تيره اوني اسامه بن لادن د پلازميني اسلام آباد څخه 55 کلومتره ليري د ايبت اباد په يو کور کي وواژه. هغه په 2001 م کال په امريکا باندي د بريدونو طراح ګڼل کيږي، په دغه پيښو کي تقريبا 3000 کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړي وو.

داسي تورونه هم شته چه د هغه په نه نيونه کي کيداي شي يا هم پاکستاني چارواکي ښکيل وي او يا هم دا د پاکستاني چارواکو کمزورتيا ښکاره کوي، دا خبره ځکه کيږي چي بن لادن په ايبټ آباد کي د يوي پوځي چاوڼي تر څنګ اوسيده.

پاکستان د تروريزم پر ضد جګړه کي د امريکا يو تر ټولو اړين ملګري ګڼل کيږي. په عين وخت کي واشنګتن په سيمه کي د اسلام پالونکو اورپکو ضد مبارزه اوپه افغانستان کي د ثبات د ټينګښت لپاره د اسلام اباد ملاتړ ته اړتيا لري. داسي ښکاري چي د ايبت آباد له پيښي څخه وروسته هم متحده ايالات غواړي چي له اسلام اباد سره دغه اړيکي خوندي وساتي.

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: عبدالباري حکيم