1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د واشنگټن د پيښي د شکمن عامل هويت په ډاگه سو

سيد رياض (دويچه ويله)۱۳۹۲ شهریور ۲۶, سه‌شنبه

د امریکا متحده ایالاتو فدرالي پولیسو (اېف بي آی) په واشنگټن کې د سمندري ځواکونو په اډه کې د رامنځ ته شوې خونړۍ پیښې د شکمن عامل انځورونه خپاره کړل. چارواکو ویلي دي چې برید کوونکي دغه عمل په یوازې سر تر سره کړی دی.

https://p.dw.com/p/19iax
Police arrive at the scene of a shooting at the Washington Navy Yard in Washington, September 16, 2013. Several people were killed and others injured when at least one gunman opened fire at the U.S. Navy Yard in Washington D.C. on Monday, authorities said. One Navy official said that four people had died and eight others were injured, but other officials suggested caution over those numbers saying the situation was in flux. REUTERS/Jason Reed (UNITED STATES - Tags: CRIME LAW MILITARY TPX IMAGES OF THE DAY)
USA Schießerei bei Marinestützpunkt in Washington DCانځور: Reuters

په واشنگټن کې د دوشنبې په ورځ ( ۲۰۱۳م کال د سپتمبر ۱۶مه) د سمندري ځواکونو په یوه اډه کې د برید پر مهال د یرغل کوونکي په شمول ۱۳ تنه ووژل شول. د ځایي پولیسو د وینا له مخې په دغه پیښه کې نور اته تنه ټپي شوي کسان روغتون ته رسول شوي دي. په ټپیانو کې درې تنه په مرمیو ویشتل شوي دي.

اېف بي آی، شکمن مرتکب تن، د ۳۴ کلن ایرن ایکسس، په توگه پیژندلی دی. دغه کس د سمندري ځواکونو د احتیاط په قواوو کې له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۱م کاله پورې کار کړی دی. په دغه ځای کې د پیښې د رامنځ ته کیدو لږ څه وروسته (د سهار اته بجې او دیرش دقیقې ځایي وخت) پولیس ځای پر ځای کړل شوي ول او الیکسس په متقابلو ډزو کې ووژل شو.

د دوشنبې په ماښام، امریکایي چارواکو د دوهم شکمن کس د لټون د ختمولو اعلان وکړو. د واشنگټن ډي سي، د پولیسو مشر یوه مطبوعاتي کنفرانس ته وویل چې یوازې یو تن د يرغل مسئول دی.

دغه پیښه د سمندري ځواکونو د سیسټمز په قرار گاه کې چې د نیوي یارډ کمپلېکس، برخه ده رامنځ ته شوې وه. اېف بي آی ویلي دي، چې الېکسس له قانوني لارې دغه ودانۍ ته ورننوتې دی.

د امريکا فدرالي پوليس ايرن ايکسس په پيښه کي تورن گڼي
د امريکا فدرالي پوليس ايرن ايکسس په پيښه کي تورن گڼيانځور: Reuters

د برید انگیزه معلومه نه ده

چارواکي له نورو ایالتونو څخه د الېکسس په اړه د معلوماتو راټولو په هڅه کې دي، تر څو د دغه برید د انگیزې په معلومولو کې مرسته وکړي. د الېکسس یوه پخواني دوست هغه د یوه «ښه سړي» په توگه یادې کړی دی، په داسې حال کې چې له دوو ښارونو څخه چیري چې الېکسس پخوا ژوند کړی وو د پولیسو له لوري ورکړل شوي معلومات د وسلو ساتلو پیښو ته اشاره کوي.

په ۲۰۰۴م کال کې د سیاتل په ښار کې پولیسو الېکسس وروسته له هغې ونیو چې د یوه بل تن د موټر پر ټایرونو یې ډزې وکړې. د ټیکساس ایالت د فورت ورت، پولیسو په ۲۰۱۰م کال کې الېکسس هغه وخت ونياوه، چې د خپل یوه گاونډې پر اپارتمان یې ډزې وکړې. پولیسو بیا وروسته له هغه الېکسس پریښود چې گويا د ټوپک د خالي کولو پر وخت په تصادفي توگه دغه پیښه رامنځ ته شوې وه.

د الېکسس د پخواني همکارانو او پلار په وینا په نزدې وختونو کې هغه د انټرنیټ له لارې په یوه پوهنتون کې د زده کړو له پاره د یوه محصل په توگه ځان ثبت کړی وو او د ټیکساس په فورت ورت، کې یې په یوه رستوران کې کار کاوه.

واشنگټن ډي سي د تیارسئ په حالت کې

په واشنگټن کې د دغه پیښې تر رامنځ ته کیدو وروسته حالت ترینگلی وو، چارواکو ځایي ښوونځي او دولتې ودانۍ وتړلې. د دوشنبې په سهار د ریگن نړیوال هوایي ډگر څخه ټولې الوتنې د ۹۰ دقیقو له پاره ځنډول شوې وې.