1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ورزبرګ د برید کوونکي د ویدیو اصلیت تایید شو

۱۳۹۵ تیر ۲۹, سه‌شنبه

د اسلامي دولت ترهګرې ډلې هغه ویدیو خپره کړې ده جې په کې د آلمان د ورزبرګ سیمې برید کوونکي ښوول کیږي. آلماني چارواکو او عیني شاهدانو تایید کړې ده چې په ویدیو کې د دوشنبې د شپې د پیښې عامل ښوول کیږي.

https://p.dw.com/p/1JSJ4
Tagesaktuell - Mutmaßlicher Attentäter von Würzburg
انځور: picture-alliance/dpa/Amak

۱۷ کلن برید کوونکی ویدیو په دغو جملو پیلوي: «د خدای به نامه. زه د اسلامي دولت یو مجاهد، نن په آلمان کې استشهادي عملیات کووم.»

هغه په خپله ویدیو کې ګواښ کوي چې د اسلامي دولت ډلې جنګیالي د اروپا په بیلابیلو هیوادونو کې ځای پر ځای شوي دي او په دغو هیوادونو کې به خونړي بریدونه ترسره کړي. د ویدیو تر خپریدو وروسته تر ډیره حده پورې روښانه وه چې هغه د آلمان ورزبرګ برید کوونکي ښيي. خو رسمي تایید یې لا نه وو شوی.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي دي چې د ویدیو تر ارزونې وروسته، چارواکو تایید کړې ده چې همدې کس په ورزبورګ کې د یوه اورګاډي پر مسافرینو باندې د جړې او تبر برید کړی دی. پر دې سربیره په د پیښې عینی شاهدانو هم تایید کړې ده په ویدیو کې ښوول شوی کس د برید ترسره کوونکی وو.

دغه کس د دوشنبې په شپه د ورزبورګ په یوه ځایي اورګاډي کې د یوې چړې او تبر په واسطه پر مسافرینو باندې برید وکړ او پنځه کسان یې ټپیان کړل. د ټپي شویو کسانو په ډله کې د دوو تنو روغتیایي وضعیت اوس هم د اندیښنې وړ دی.

پخپله برید کوونکی د پولیسو له خوا وژل شوی دی.