1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د وروستيو اختلافي ټکو پرسر کانديدان خبري کوي

حسين سيرت/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۳ شهریور ۲۳, یکشنبه

د ملگرو ملتونو او ولسمشر کرزي تر هڅو وروسته د افغانستان ولسمشرۍ ته دواړو کانديدانو د یکشنبې په ورځ تر غرمې وروسته ملاقات وکړل. دواړو کانديدانو تر ټولو پر جنجالي مسئلې یعنې د قدرت د ویش په هکله تصمیم نیسي.

https://p.dw.com/p/1DC5X
انځور: Getty Images

د دواړو کانديدانو ټاکنیزي ډلي وايي چې دواړه نوماندان پر وروستیو اختلافي ټکو باندی خبري سره کوي او داسي هیلې پيدا شوي دي چې د ملي وحدت حکومت د جوړیدو په هکله اختلافي ټکې به په راتلونکو څو ساعتونو کې له منځه لاړ شي. ملگري ملتونه هم د ټاکنیز بن بست د حلولو له پاره هڅي کوی، څو دواړه کاندیدان د راتلونکي حکومت د تشکیل په له پاره یوې موافقې ته ورسیږي.

په عین وخت کې د یکشنبې په ورځ (۱۳۹۳کال د سنبلې ۲۳) تر غرمې مخکي دواړو سیاسي ټیمونو هم خبرې اتري پيل کړي دي، څو وروستۍ موافقې ته سره ورسیږي. دغه خبرې اترې ډیر واضح او لنډي دي، ځکه په دې برخه کې ولسمشر کرزی، ملگري ملتونه او هم په کابل کې د امریکا سفارت د وروستې موافقې له پاره فعاليت لري.

د اشرف غني احمدزي د ډلي يوه وياند عباس نویان وویل: «موږ هیله مند یو چې په نږدې ساعتونو یا نږدې ورځو کې یوه موافقه رامنځ ته شي او بالاخره د ملي وحدت حکومت د رامنځ ته کولو پر لور ټول یوځای سره ولاړ شو.»

دواړه کاندیدان د اجرايوي رئیس د واک او کابینې د رهبرۍ پر سر خبري کوي. د ډاکتر عبدالله ټیم پر دې ټینگار کوي چې اجرايوي رئیس دې د کابیني مشرتوب وکړي.

د ډاکتر عبدالله ټیم هم د دواړو کاندانو خبري اتري تائیدوي او هیله لري چې دواړه مشران یوې موافقې ته سره ورسیږي. د ډاکټر عبدالله د ټیم يوه وياند فضل الرحمان اوریا وویل چې دواړه کاندیدان د هغو مسایلو پر سر بحث کوي چې تر اوسه پرې موافقې ته رسېدلي نه دي.

اوریا زیاته کړه: «دواړه مشران ملاقات لري او پر هغو وروستیو اختلافي ټکو چې باقي پاته دي بحث او پریکړه کوي.»

د دواړو ټاکنیزو ټیمونو ویاندان وايي چې د ملي وحدت حکومت موافقنامه نهايي شوې نه ده او پر رامنځ ته شوو موافقو سربیره هم ځيني اختلافات باقي پاته دي.

په عین وخت کې د افغانستان د حقوق پوهانو اتحاديي له دواړو کانديدانو څخه وغوښتل چې موافقه وکړي او نور دې خلک په تمه نه پریږدي. دغه اتحاديه وايي، په هغه صورت کې چې دواړه کانديدان موافقې ته ونه رسیږي نو یوه دریمه لار بايد ورته وسنجول شي.

د افغانستان د حقوق پوهانو اتحاديې رئیس عبدالغیور غیور د یکشنبې په ورځ د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل چې ټاکنیز کمېسيونونه ونه توانیدل چې ټاکنې په شفاف او عادلانه ډول ترسره کړي.

د دغې اتحاديي رئیس وویل: «د کمېسيونونو د غیرقانوني اجرأتو په وخت کې قانوني خلا رامنځ ته شوې او کمېسيونونه د ناسمو اجرأتو او قانون د خلا پر بنسټ خلکو ته مسئول پيژندل کیږي او د دوی هر ډول اجرأت او پریکړي خلکو ته د منلو نه دي.»

دا په داسې حال کې ده چې په ټاکنو کې په پراخه پيمانه د درغلۍ تر ادعا وروسته سل په سلو کې رایې تفتیش شوې او ټاکل شوې ده چې په راتلونکو ورځو کې د ټاکنو پایلې اعلان شي.

هر کاندید چې ډیري رایې ولري هغه به ولسمشر او دویم به يې د اجرایوي رئیس دنده پر غاړه ولري.

اوس داسي هیلي موجودې دي چې دواړه کانديدان به د اونۍ تر پایه پوري یوې موافقې ته ورسیږي او د ټاکنو کمېسیون هم د انتخاباتو وروستي پايلي اعلان کړي.

د ټاکنو کمېسيون د یکشنبې په ورځ د رایو د باطلولو وروستۍ علني غونډه دایروي او په دې توگه نو د رایو د باطلولو او تفتیش بهیر پای ته رسیږي.