1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ورکې شوې الوتکې د موندلو هڅې گړندۍ شوې دي

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ فروردین ۳, یکشنبه

د آسترالیا لومړي وزیر ویلي چې د مالیزیایي ورکې شوې الوتکې د لټون په هڅو کې «هیلې مخ پر زیاتیدو» دي. د دغه الوتکې د لټون په هڅو کې اوس له لا ډیرو منابعو څخه کار اخیستل کیږي. چین او جاپان هم په نویو هڅو کې ونډه اخیستې ده.

https://p.dw.com/p/1BUWA
انځور: picture-alliance/dpa

د آسترالیا لومړي وزیر توني اېبټ، د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴ کال د مارچ ۲۳مه) وویل چې د پلټنو په ترڅ کې داسې «مشخص پرمختگونه شوي دي» چې ښایي د تري تم شوې مالیزیایي مسافر وړونکې الوتکې په موندلو کې مرسته وکړي.

پاپو نیو گیني ته د سفر پر مهال توني اېبټ، وویل: «په دې اړه لا اوس هم په واضح توگه څه نه شي ویل کیدای خو په څرگند ډول یو شمیر با اعتباره لارښونې شته او په دې تړاو هیلې ډیر شوي دي. خو دا یوازې هیلي دي.»

د یکشنبې په ورځ د مارچ میاشتې پر اتمه نیټه د وروکې شوې مالیزیایي ۷۷۷ بوینگ ډوله مسافر وړونکې الوتکې د پلټنو نړیوالې هڅې یو ځل بیا پيل شوې. په دغه الوتکه کې د عملې په گډون ۲۳۹ تنه سپاره ول. د ورکې شوې الوتکې پلټنې د آسترالیا د پرت ښار ۱۵۰۰ کیلومترۍ کې متمرکزې دي، چیرې چې د سټلایټ له لوري په اخیستل شویو انځورونو کې د ورکې شوې الوتکې ممکنه ټوټې لیدل شوې وې.

چین هم د سټلایټ نوي انځورونه ارزوي

د شنبې په ورځ د چین سټلایټونو هم د ورکې شوې الوتکې د لټون په سیمه کې د تري تم شوې الوتکې د ممکنه ټوټو انځورونه په گوته کړي وو. د آسترالیا لومړي وزیر توني اېبټ ویلي دي چې د چین د سټلایټ له لوري اخیستل شوي انځورونه، هغو انځورونو ته ورته دي چې د اوونۍ په پيل کې د استرالیایي سټلایټونو له لوري اخیستل شوي وو.

د مالیزیا د ورکې شوې الوتکې د پلټنو په هڅو کې د یکشنبې په ورځ د جاپان او چین یوې یوې الوتکې هم برخه اخیستي ده. دغه مالیزیایي الوتکه د مارچ میاشتې په اتمه نیټه له کوالالمپور څخه د پیکنگ پر لور د څه کم یو ساعت الوتنې وروسته د رادر له مخې په ناڅاپي توگه ورکه شوه. د پلټنو په عملیاتو کې لا تر مخه شپږ الوتکې برخه لري او دغه عملیات د امریکا متحده ایالاتو او نیوزیلند، له ملاتړ څخه برخمن دي.

مخ پر زیاتیدونکي خوشبیني

د پلټنو د عملیاتو په ترڅ کې د منابعو په ډیریدلو سره د استرالیا لومړي وزیر خوشبیني څرگنده کړې ده. د اېبټ په وینا په څرگند ډول، څومره زیاتې الوتکې او بیړۍ چې ولرو، په هماغه اندازه به په لا ډیر اطمنیان سره د شواهدو د موندلو له پاره پلټنې تر سره کړو.

د شنبې په ورځ څه و نه موندل شو

د استرالیا سمندري بیړۍ د شنبې په ورځ ناوخته د پلټنو ټاکل شوې سیمې ته رسیدلې وه، خو د ښې هوا سره سره، د ورځې تر پایه کوم څه و نه موندل شول. اټکل کیږي چې په راتلونکو ورځو کې به د چینایي بیړیو یو کاروان هم دغه ځای ته ورسیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب