1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د وسله والو طالبانو د بيلولو پلان

۱۳۸۷ مرداد ۲, چهارشنبه

د طالبانو او القاعدې شبکې د اړيکو د ټينګيدو له کبله پاکستان غواړي چي د طالبانو په منځ کي درز راولي.

https://p.dw.com/p/EiMs
د پاکستاني طالبانو د تندلاري ډلي مشر بيت الله محسود
د پاکستاني طالبانو د تندلاري ډلي مشر بيت الله محسودانځور: AP

سيد سليم شهزاد، د ايشياټايمز آنلاين د چهارشنبې دورځي په ګڼه کي په دې اړه رپوټ ورکوي چي پاکستان غواړي چي د طالبانو سره جلا کي.

د پيژندل سوي پاکستاني ژورناليست په نظر، چي په افغانستان کي د طالبانو په بريدونو کي ورځ تر بلي ډير والی راغلی، او د القاعدې ترورستي سازمان د پاکستان په قباييلي سيمو کي خپل دريځ پياوړی کړی او د بهرڅخه د نورو پلويانو د راتګ له کلبه يي خپله شبکه قوي کړې ده. له دې کبله نو نور دغه پرمختګ و دې هد ته ورسيدی چي د پاکستان امنيتي ځواکونه د سعودي عربستان سره يو ځای و دې پايلي ته ورسيدل چي دوی بايد عملي ګامونه واخلي.

دوی د طالبانو دیوې نوي ډلي د جوړولو يو داسي پلان جوړ کړی چي د بيت الله محسود، د تحريک طالباني پاکستاني او د پاکستان د دولت دښمنه شبکه القاعدي پر ضد باندي دغه ډله وکاروي.

وسلوال طالب جنګيالي
وسلوال طالب جنګياليانځور: AP

شهزاد ليکي چي، د پاکستان يو مهم تندلاري غړي چي د القاعدې سره نژدې اړيکي لري او دنوم د ښوولو څخه يي ډډه کول ايشياټايمز ته داسي ويلي:« پاکستان او د سعودي عربستان مشغولا هڅه کړې چي يو پلان جوړ کړي، په دې ډول چي، په قباييلي سيمو کي د قومي د ښمنيو څخه په ګټه اخستو سره، د وزيرو او محسودو قومونو څخه دغه ډله جوړه کړي او پدې ډول ټول طالبان پکښي ګډ کړي.

د تيري جمعې په ورځ په مومندو اجنسۍ کي يوه نښته وسوه چي په هغه کي 15 تنه تندلاري ووژل سول، چي پکښي شاه خالد، چي د شاه د ډلي مشردی او دده مرستيال قاري عبدالله ووژل سول. خو د پاکستان رسمي ټلويزيون PTV خبر ورکړی چي خالد وروسته تر هغه چي محسود ته تسليم سوی وژل سوی دی.

د خالد ډلي پخوا يوازي په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو پرضد په جکړو کي برخه درلوده او د پاکستان په دننه کي و جګړې ته کومه علاقه نه درلوده. خو اوس دغه د شاه ډله په شمالي وزيرستان کي د ګل بهادر قوماندان سره يو ځای سوې چي دا ډله د القاعدې او محسود پرضد يوه ډله ده.

د طالبانو د نوي ډلي يو غړی
د طالبانو د نوي ډلي يو غړیانځور: AP

ددې ډلي جوړول په اصل کي د محسودو او وزيرو قومونو تر منځ د قباييلي اختلافاتو نتيجه وه. پاکستاني امنيتي چارواکو ددې څخه ګټه واخسته او د پاکستان استخباراتي ادارې ISI بيا د ځينو طالبانو سره لکه، د جنوبي وزيرستان حاجي نذير او د خيبر اجنسۍ د حاجي نامدار سره اړيکي تنګي کړې تر څو دوی هم د خالد، د ډلي سره چي د مومندو اجنسۍ څخه ده د شاه د ډلي يوه برخه وګرځوي.

بيت الله محسود، اوس ډير فعاليت لري او پدې موضوع پوهيږي چي د پاکستان استخبارات غواړي چي دده او القاعدې ترمنځ درز واچوي.

د شهزاد د رپوټ سره سم په دې منځ کي بيا د پاکستان حکومت هڅه کړې چي د خالد او دهغه د جهادي ملګرو د وژني څخه ګټه واخلي. ددوی جنازې جلا جلا د «سله في» سازمانونو لخوا و پيښور ته انتقال سوې. د سله في د سياسي ګوند مهم غړی چي په مخامخ ډول د رياض څخه مرسته ترلاسه کوي، ياني علامه ساجد مير، ددغې جنازې خطبه وويل او په يوه خبري غونډه کي يي وويل چي: اکثره طالبان انحراف کونکي دي. دا هغه اصطلا ده چي د سعودي لخوا د القاعدې پر ضد استعماليږي.