1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د وسله والو په برید کي درې پاکستاني سرتيري ووژل سول

۱۳۹۱ فروردین ۵, شنبه
https://p.dw.com/p/14Qzk

د پاکستان په قبايلي سيمه اورکزۍ ایجنسې کي د وسله وال بريد په پايله کي لږ تر لږه درې پاکستاني سرحدي سرتیري وژل سوي دي. دا خبر د پاکستان امنيتي چارواکو د شنبې په ورځ ورکړی دئ. ويل سوي چي په لسگونو وسله والو ياغيانو د افغانستان پولې ته څیرمه پر يوې پاکستانۍ امنيتي پوستې وسله وال بريد تر سره کړ. زیاته سوې چي په بريد کي د راکټونو او لاسي بمونو څخه هم کار اخيستل سوی دئ. يوه بل پاکستاني چارواکوي بيا ويلي دي چي په ځوابي عملياتو کي پاکستاني پوځ تر ۱۰ څخه زيات وسله وال طالبان وژلي دي. خو د دغو خبرونو پخلي تر اوسه د آزادو سرچینو له خوا نه دئ سوی.