1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د وسلو د سيالۍ نوی عصر

۱۳۸۷ خرداد ۱۶, پنجشنبه

په نړۍ کی هرچيري چی تيل پيدا کيږی هلته خونړۍ لانجې هم موجودي دي ...

https://p.dw.com/p/EE5o
داټومي چاودني آزموينه
داټومي چاودني آزموينهانځور: dpa

په همدې دلیل دالمان دسولی دپينځولويووانستيتوتونوپوهان عقيده لری چی نژدې ختيځ به په راتلونکی کی هم دنړی دلانجه منی سيمی په حيث پاته سي ۰په بن کی دسولی څيړونکی اندرياس هاينه من ګرودر ددې څخه بيره لري چی،کيدای سي په راتلونکی کي حتی د شخړوحل داټومي وسلو په واسطه ولټول سي . اسراييل پاکستان اوهندوستان همدا اوس په خپلو وسلوکښي اټومی سرګولولې لری ،اوويل کيږی چی ايران او سعودی عربستان هم داټومی وسلو لرلو ته علاقه لری ۰هاينه من وايي چه :

Test der pakistanischen Mittelstreckenrakete HATF-IV
په پاکستان کښي په اټومی سرګولولې بار راکټانځور: picture alliance/dpa

ديوبل دکنترولولو دپاره کوم ميکانيزم نسته ، اوهمدغه ډول دوسلو دکنترول په هکله هم خبري سره نکوی۰په همدې خاطر دتير ي پيړۍ دشپیتمو کلونوراايسي کهمقايسه سي ،نو په ډير ښکاره ډول دوسلو سيالی روانه ده ۰اوپدی ساحه کی دنورو هيوادونو ورزياتيدل ،دختيځ اولویديز ترمنځ د سړې جګړې تر وخت ، وضعه ډيره خطرناکه کړيده ۰

د ارقاموڅخه هم څرګنديږی چی د هغه راايسی نړۍ دسولي په يوې ټوټې نده بدله سوې . ځکه چی په نړۍ کی هيڅکله دسږ کال په اندازه ډيری پيسی پر وسلو نوې لګول سوی ۰ددفاعی چارو په بودجوکی ۱۲۰۰مليارده ډالره دعسکرو،ټانکونو او نورو جنګي وسايلو دپاره تياري دي . دنویيمو کلونود بې وسلی کولو څخه وروسته په نړی کښي اوس دوسلو د ډيريدو ريکارډ رامنځته سوی دی . دنړۍ دټولولګښتونو نيمايي برخه دامريکا متحده ايالتونو کړيد ي . هاينه من دکوچنيو تروريستی ډلو په پام کی نيولو سره وايی چی ددغو پيسو څخه غلط کاراخيستل سويدی ۰دی وايي :

په هندوستان کښي اټومي آزموينه
په هندوستان کښي اټومي آزموينهانځور: AP

دامريکا وسله وال کيدل د تهديدونو سره کومه اړه نلری ، اودا دسخت سوء تفاهم سبب کيږی .ځکه چی پوځی وسايل ددغو تهديدونو په مقابل کښي هدفمنه وسيله نده ۰ دی دامريکا دراتلو نکی جمهوررييس په تيره بيا بارک اوباما څخه ډيره اميدواري لری چی په امنيتی سياست اوداقليم دبدليدوپه مخنيوي کښي فعاليت وکړی . څيړونکی داروپايی هيوادونو له حکومتونوڅخه هم دسولی په خاطر دفعاليتونو انتظارلری ۰دغه فعاليت بايد په نړۍ کی دنظامي بودجې د زياتولو د لاری نه،بلکه دبی وسلی کولو دلار ي وي .