1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د وسلې پر ځای دې قلم ته لاس اوږد شي»

محمد ابراهیم/ کندهار۱۳۹۲ بهمن ۳۰, چهارشنبه

د کندهار دیني عالمانو په خپلی یوې غونډې کې په افغانستان کې د جګړی او ورور وژنې د پای له پاره غږ وکړ او وويي ویل چې د افغانانو خپل منځي ستونزې یوازې د «خبرو اترو» له لارې حل کیدای شي، نه د زور له لارې.

https://p.dw.com/p/1BBNg
انځور: DW

د کندهار ښار او ځينو ولسواليو څخه راغلي ديني عالمانو د يوې غونډي په ترڅ کي له وسلوالو مخالفينو وغوښتل، چي د جګړې پرځاى د سولي او يووالي لار غوره کړي. عالمان وايي، اوسمهال هيواد د ټولو افغانانو ملي يووالي ته کلکه اړتيالري.

کندهاريان هم وايي چې د سولي راوستل او وسلوال مخالفين له جګړې څخه منع کول تر هرچا ديني عالمان ښه کولاى سي. د دوى په خبره عالمانو ته په کار ده، چي خپلي هلي ځلي همداسي رواني وساتي او په هيواد کي روانه ورور وژنه ودروي.

په کندهار کې د دیني عالمانو غونډه په یوه داسې وخت کې تر سره کیږي، چې په متحده عربي اماراتو کې د افغان حکومت او د طالبانو د یوې ډلې چې مشري یې آغا جان معتصم کوي، د تر منځ د سولې د خبرو اترو د پیلیدو په اړه رپوټونه ورکول کیږي. څو ورځې تر مخه د طالبانو د یوې ډلې غړي آغا جان معتصم ، د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د سولې او ثبات د رامنځ ته کیدو غوښتنه کړې وه. په دغه اعلامیه کې راغلي وو چې جگړه د حل لار نه ده او د جگړې ښکیل اړخونه باید د خبرو اترو له لارې یوه تفاهم ته ورسیږي.

په کندهار ولایت کي هم په لسگونو ديني عالمانو د سه شنبې په ورځ د يوې غونډي په ترڅ کي پر وسلوالو مخالفينو ږغ وکړ، چي د وسلوال مخالفت پرځاى دي، د قلمي مبارزې لار ونيسي.

ديني عالمان، چي د (موى مبارک) په جامع جومات کي راټول سوي ول، په جګړه کي له ښکېلو غاړو وغوښتل، چي د افغانستان او افغانانو په خاطر تر خپلو شخصي غوښتنو تېر او د هيواد په جوړولو کي له وسلوالي مبارزې پرته خپل فعاليتونه ګړندي کړي.

ديني عالمان وايي، دوى له يوې غاړي سره هم تړون نه لري او یوازې د خپل ديني او ملي مسؤليت له مخي يې هلي ځلي راپيل کړي دي.

دوى زياتوي دولت او مخالفينو ته يې په کار ده، چي په سړه سينه د يو او بل خبرو ته غوږ ونيسي او له دې لاري ځپلي هيوادوال نور له مرګ ژوبلي وژغوري. د(موى مبارک) د جامع امام غونډي ته يادونه وکړه، اسلام تر هرڅه لومړى پر سوله او ورورولۍ ټينګار کوي: «موږ پر ټولو اړخونو ږغ کوو، چي له جګړې لاس واخلي او په رښتيا سره د سولي ږغ ته لبيک ووايي، ځکه سوله د ټولو په خير او جګړه تباهي ده.»

مولوي عبدالله اخوند زاده هم ورته خبره کوي او زياتوي چې په اوسني وخت کي افغانستان تر يوې نازکي مرحلې تېريږي. د نوموړي په وینا په دې مرحله کي ټولو افغانانو ته په کار ده، چي د سنګر پرځاى د خبرو اترو مېز ته کښېني: «موږ په هيواد کي سوله غواړو، جګړه موږ ته وراني راکوي، پر ټولو ښکېلو خواوو ږغ کوو، چي دا وطن نور ونه ځوروي او د سمسورتيا له پاره يې يو او بل ته د اتحاد لاسونه ورکړي.»

مفتي کريم الله بيا په پيل کي د ديني عالمانو پر يووالي ټينګار وکړ. د مفتي په خبره هغه مهال به دا جريان بريالى او وسلوال مخالفين به په رښتيا د سولي لار خپله کړي، چي ديني عالمان په هره ورځ او هره جمعه له منبر څخه خپل ږغ د پردۍ جګړې پر ضد راپورته کړي: «تر هرڅه لومړى د عالمانو يووالى مهم دى، کوم وخت، چي ديني عالمان په دې اړه سره يوه خوله سول، نو بيا هيڅوک نه سي کولاى، چي د دوى مخه ونيسي.»

په کندهار کي ديني عالمان په داسي حال کي پر مخالف وسلوالو له جګړې څخه د لاس اخيستلو ږغ کوي، چي په ټول هيواد کي د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانو د کمپاينونو لړۍ پيل سوې ده.

د کندهار عام وګړي هم د عالمانو دا ږغ پر نيک فال نيسي او له دوى څخه غواړي، چي خپلو ورته غونډو ته تر هغه وخته دوام ورکړي، چي ترڅو يې وسلوال مخالفين د خبرو اترو مېز ته چمتو کړي نه وي. کندهاريان وايي، دا کار تر هرچا ديني عالمان ښه کولاى سي.