1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د وفادارۍ تر لوړي وروسته د کرزي ژمني

۱۳۸۸ آبان ۲۸, پنجشنبه

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کي د وفادارۍ د لوړي تر مراسيمو وروسته په يوه وينا کي وويل، چي زه غواړم د طالبانو سره د روغي جوړي د امکاناتو د پيداکولو لپاره لويه جرګه را وبولم...

https://p.dw.com/p/Kb5x
افغان ولسمشر ښاغلی حامد کرزی د جمهوري رياست د لوړي د مراسيمو پر مهال
افغان ولسمشر ښاغلی حامد کرزی د جمهوري رياست د لوړي د مراسيمو پر مهالانځور: DPA

کرزی وايي چي موږ ته ښايي په دغه لويه جرګه کي چي د افغانانو يو ستر دود بلل کيږي په خپل هيواد کي ۳۲ کلني جګړو، کورنيو جګړو او نورو لانجو لپاره د حل داسي يوه بنيادي لاره پيداکړو چي په نتجه کي يې زموږ په هيواد کي سوله او ثبات راسي.

لويه جرګه د افغانستان د اساسي قانون له مخه هغه ستر ارګان دی چي د ټول افغان ولس د هيلو انځور تمسيلوي. داچي دغه لويه جرګه به څه وخت را وبلل سي کرزي په خپله وينا کي په دې اړه څه نه دي ويلي. خو کرزي داخبره په ډاګه کړې چي دی به د ملي روغي موضوع د خپل نوي حکومت د تګ لاري يوه اساسي اجندا وګرځوي.

کرزي په خپله دغه وينا کي د سعودي عربستان څخه ددې غوښتنه کړې چي د طالبانو سره په دې اړه خپلو خبرو ته دوام ورکړي.

ولسمشر حامد کرزي يواربيا يو دروند بار پر اوږه واخستی
ولسمشر حامد کرزي يواربيا يو دروند بار پر اوږه واخستیانځور: AP

د اداري فساد او اختلاس سره مبارزه.

د کرزي په خبرو کي بلي موضوع د اداري فساد او اختلاس سره د مبارزي خبره کړې او ويلي يې دي چي سر د راتلونکي کال څخه به افغان ملي اردو او د ملي امنيت ځواکونه په دې وتوانيږي چي قدم پر قدم په هيواد کي دسولي او ثبات دنده په خپله پر غاړه واخلي او ښايي په پنځو راتلونکو کلونو کي په دې وتوانيږي چي بهرنيو ځواکونو ته اړتيا نه سته.

کرزي وايي، اداري فساد او اختلاس زموږ د هيواد بنيادي دښمن بلل کيږي نو له همدې امله به زه هڅه وکړم چي د هيواد په عدلي، ټولنيز او اداري نيظام کي بنيادي بدلونونه راسي.

آژانسونه/ زيارمل