1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولایتي شوراگانو د ټاکنو پایلې اعلان شوې

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۳ آبان ۳, شنبه

د ټاکنو کمېسیون د ولایتي شوراگانو د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې. ولایتي شوراگانو ته ۴۵۸ نوماندانو لار موندلې ده. دغه ټاکنې د حمل میاشتې پر ۱۶مه نېټه تر سره شوې وې او تر اووه میاشتني ځنډ وروسته یې پایلې اعلان شوې.

https://p.dw.com/p/1Dc6z
انځور: DW

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکو د شنبې ورځ (د ۲۰۱۴م کال د اکتوبر ۲۵مه) په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د ولایتي شوراگانو د ټاکنو پایلې چمتو شوي دي او د ټاکنو د گټونکو نومونه د ماښام پر شپږو بجو د دغه کمېسیون پر انټرنېټ پاڼه اعلانیږي. د کمېسیون د چارواکو په وینا ۴۵۸ نوماندانو ولایتي شوراگانو ته لار موندلې ده.

د افغانستان وگړو د رایو ورکولو په ۱۹۷۸۴ محلونو کې د ولایتي شوراگانو نوماندانو ته خپلې رایې ورکړې. د ولایتي شوراگانو څوکیو ته د لار موندنې له پاره ۲۲۹۵ تنو سړو او ۲۹۶ تنو ښځو ځانونه کاندید کړي وو.

د رپوټونو له مخې تر شپږو میلیونو زیاتو رایو ورکوونکو د ولایتي شوراگانو په ټاکنو کې د خپلې خوښې نوماندانو ته رایې ورکړې. د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په وینا د ولایتي شوراگانو د نوماندانو تر ۷۰۰ زرو زیاتې رایې باطلې شوي دي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر احمد یوسف نورستاني د شنبې د ورځې په خبري غونډه کې وویل چې د دوهم پړاو ولسمشریزو ټاکنو ترسره کیدو او سل په سلو کې د رایو بیا ځلې شمیرلو پروسه د ولایتي شوراگانو د ټاکنو د پایلو د ځنډیدو سبب شوه: «کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو د دوهم پړاو پر چمتو کولو بوخت وو او سل په سله د رایو د ارزولو پروسه هم پېل شوه. هم مهاله د ولایتي شوراگانو د رایو د بیا شمیرلو پروسه هم پېل شوه او دغه څه د ټاکنو د پایلو د ځنډیدو سبب وگرځید.»

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې د ولایتي شوراگانو د ټاکنو پایلې د ثور د میاشتې پر ۳۰مه نېټه شکایتونو ته د رسیدگۍ په خاطر د شکایاتو کمېسیون ته واستول شوې او په وینا یې د څلورو میاشتو او ۱۹ ورځو د ځنډ وروسته د میزان میاشتې پر اتلسمه نېټه شکایاتو ته د رسیدگۍ پروسه بشپړه شوه او د شکایاتو کمېسیون دغه نتایج د ټاکنو کمېسیون ته ورواستول.

د ټاکنو د پایلو ځنډیدو ډیر اعتراضونه راوپارول. د ولایتي شوراگانو یو شمیر نوماندانو د کابل په زرنگار پارک کې خېمې ووهلي او د هغوی اعتراضونو څو میاشتې دوام وکړ.

د راتلونکي په هکله اندیښنه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، تر هغه وخت چې الیکترونیکي تذکرې و نه ویشل شي او په مشخصو حوزو کې د رایو ورکوونکو لېست ځانگړی نه شي، د رڼو او له درغلیو د پاکو ټاکنو ترسره کیدل ناممکنه دي.

ښاغلي نورستاني په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې د افغانستان د نفوس په هکله د مشخصو ارقامو نه شتون د رڼو ټاکنو د تر سره کولو له پاره یوه بله ننگونه ده. خو هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د «خیالي» صندوقونو په هکله چې کومې ادعاوې موجودې وې، هغه سمې نه وې: «د خیالي محلونو او صندوقونو په هکله خبرې کیدې، خو هیڅ کوم خیالي محل یا صندوق و نه موندل شو. له سازماندهي شوي تقلب څخه خبره کیده، خو هغه هم نه وو تر سره شوی.»

په پام کې ده چې په راتلونکي کال کې په افغانستان کې پارلماني ټاکنې تر سره شي، خو داسې اندیښنې شته چې ښایي دغه ټاکنې هم له درغلیو او ناندریو سره مل وي. خو د ټاکنو د کمېسیون چارواکي وایي چې د الیکترونیکي تذکرو د ویش په برخه کې باید د دوی وړاندیزونه جدي ونیول شي.

د پارلمان یو شمیر استازو او د سیاسي چارو کارپوهانو ویلي دي چې د ټاکنو د کمېسیون کمېشنران، ټاکنې له کړکیچ سره د مخامخولو پر دلیل باید محاکمه شي، خو احمد یوسف نورستاني په خپلو څرگندونو کې وویل چې د کمېسیون هیڅ کوم کمېشنر په درغلیو کې لاس نه دی درلودلی. دا په داسې حل کې ده چې د افغانستان د ملي یووالي حکومت ژمنه کړې ده چې د پارلماني ټاکنو د ترسره کولو په خاطر به د ټاکنو په کمېسیون کې اصلاحات رامنځ ته کړي.