1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولایتي شوراگانو ناکام نوماندان کمیسیون گرم بولي

اسماعیل شاکر۱۳۹۳ خرداد ۸, پنجشنبه

د کابل، بغلان، کندهار، بدخشان او شمیر نورو ولایتونو د ولایتي شوراګانو یو شمېر معترضو نوماندانو له تېرو درو ورځو راهېسې په کابل کې په تحصن لاس پورې کړی. هغوی ادعا کوي چې د ټاکنو کمیسیون یې په برخه کې درغلۍ کړې دي.

https://p.dw.com/p/1C8z8
Afghanistan Wahlen Kommission Mai 2014
انځور: DW/H. Sirat

حاجي حنیف د بغلان له نهرین ولسوالۍ څخه ولایتي شورا ته نوماند دی چې اوس یې په کابل کې په تحصن لاس پورې کړی دی. هغه وایي: «زه په یوه محل کې ۸۰ رایې لرم خو په انترنیت کې یې شمېر صفر دی هیڅ رایې یې نه دي شمېرل شوي.» دغه نوماند ادعا کوي چې په لوړه کچه درغلۍ شوې دي: «که درغلي وي خو یوه، دوې یا درې رایې دې وشي. تر دې بریده درغلي د ټولې نړۍ په کچه نه دي شوې څومره چې د ټاکنو کمېسیون زموږ په حق کې کړي. د ژوند تر وروستی سلګی به د خپل حق له پاره مبارزه وکړو.»

حاجي سیلاب وزیري له کابل ولایت څخه بل معترض نوماند دی. هغه وایي چې د بدخشان، لغمان، کندهار او د یو شمیر نورو ولایتونو معترض نوماندان هم له هغوی سره یو ځای شوي دي. هغه زیاتوي: «زموږ ټولیزه غوښتنه د رایو بیا شمېرنه ده. تر هغه وخته پورې چې دویم ځل رایې ونه شمېرل شي زموږ تحصن به دوام لري.»

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په لوګر، ننګرهار او بغلان ولایتونو کې هم یو شمېر هغو نوماندانو چې په لومړنیو پایلو کې پاتې راغلي وو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پر ضد لاریونونه او اعتراضونه کړي ول. معترض نوماندان د ټاکنو پر کمېسیون د پراخو درغلیو تور لګوي او ادعا کوي چې ولایتي شوراګانو ته ډیری نوماندان د پيسو په مقابل کې بریالي اعلان شوي دي.

د ټاکنو کمېسیون دغه تورونه ردوي. د دغه کمېسیون ویاند نور محمد نور، وویل چې اوس لومړنۍ پایلې اعلان شوي دي او په دې برخه کې د شکایتونو څېړنه روانه ده. د ښاغلي نور په خبره تر څېړنو وروسته ښايي پایلې بدلون ومومي. دغه چارواکي روښانه کړه چې معترضو نوماندانو باید پر خپل وخت سره خپل اعتراضونه د شکایتونو کمیسیون ته وړاندې کړي واي.

نور وویل: «له نیکه مرغه د ټاکنو قانون دغو کسانو ته چې تحصن یې کړی دا فرصت ورکړی وو چې د رایې اچونې هر محل او یا هر مرکز چې مشکل یې درلود په اړه یې شکایتونه له اسناد او مدارکو سره د ۴۸ ساعتونو په موده له شکایتونو کمېسیون کې درج کړي.» نور روښانه کړې ده چې د قانونی مودې تر پوره کید وروسته کوم شکایت نه ثبتیږي او د ټاکنو کمیسیون د قانون له مخې خپلې چارې پر مخ وړي.

ټاکل شوې ده چې د ولایتي شوراګانو د ټاکنو په اړه د ۱۶۳۶ شکایتونو څېړنه د ولایتي شوراګانو د نوماندانو، سیاسي ګوندونو او رسنیو پر وړاندې د علني غونډو په ترڅ کې پيل کړي. د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه تر ۲۵۰۰ څخه زیاتو کسانو ولایتي شوراګانو ته ځانونه نومولي وو چې له دې ډلې په لومړنیو پایلو کې ۳۶۱ نارینه او ۹۷ ښځینه نوماندان بریالي اعلان شوي.

معترض نوماندان کمیسیون په درغلیو تورنوي
معترض نوماندان کمیسیون په درغلیو تورنويانځور: DW/H. Sirat
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب