1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولایتي شوراگانو ټاکنو د پایلو اعلان وځنډېد

محمد اسماعيل شاکر۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۸, یکشنبه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ويلي ول چې د ولایتي شوراګانو د ټاکنو لومړنۍ پایلې به د غوایې پر۲۷مه اعلان کړي. ياد کميسيون نن یکشنبې (د ۲۰۱۴ میلادي کال د مۍ ۱۸مه) هم ونه توانېد چې دا پایلې اعلان کړي.

https://p.dw.com/p/1C21y
انځور: Reuters

تر دې وړاندې د ټاکنو کمېسیون چارواکو ویلي ؤ چې د ولسمشرۍ د ټاکنو د وروستنیو پایلو اعلان به د ولایتي شوراګانو د ټاکنو پر مهال وېش کوم اغیز ونه کړي. خو اوس داسې ښکاري چې دې چارې آن د ولایتي شوراګانو ټاکنو د لومړنیو پایلو پر اعلان هم اغیز کړی دی.

د دغه کمېسیون ویاند نور محمد نور د یکشنبې پر ورځ (د ۲۰۱۴ میلادي کال د مۍ ۱۸مه) په کابل کې خبري غونډې ته وویل د ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې د لاشفافیت په موخه هڅه کوي چې پر شمېرل شویو رایو له سره کتنه وکړي.

د ښاغلي نور پر وینا په کار کې دقت ددې لامل شوی چې د ولایتي شوراګانو د ټاکنو پایلې تر ټاکلې نېټې وځنډېږي: « نن بیا هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولایتي شوراګانو د ټاکنو پر ابتدايي نتایجو کار کوي، البته ویلی شم چې د ولایتي شوراګانو د ټاکنو پایلو جمع بندي د پایلو سمون په ملي مرکز کې بشپړه شوې، یواځې تر بیا کتنې وروسته به په څو ورځو کې د ټاکنو کمېسیون د ولایتي شوراګانو ټاکنو لومړني نتایج رسما اعلان کړي.»

ښاغلي نور بیا هم په ډاګه نه کړه چې په څو ورځو کې به د ولایتي شوراګانو لومړنۍ پایلې اعلان کړي، خو ډاډ یې ورکړ چې ډیر ژر به دا پایلې اعلان شي.

له مخکښو نوماندانو سره مشورتي غونډه

دغه راز، په دې خبري غونډه کې د ټاکنو کمېسیون ویاند وویل چې د ټاکنو کمېسیون مشرتابه د ټاکنو دویم پړاؤ په اړه له دوو مخکښو کاندېدانو سره مشورتي غونډه کړې ده.

ښاغلي نور وویل چې دا غونډه د کمېسيون په وړانديز جوړه شوې وه، چې پکې د ولسمشرۍ د دويم پړاؤ ټاکنو مخکښو نوماندانو ډاکـټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر يوسف نورستاني او د دغه کمېسيون يو شمېر نورو غړو ګډون کړی ؤ.

ددغه کمېسیون ویاند نورمحمد نور په دې اړه وویل: « په دې مشورتي غونډه کې له کاندېدانو وغوښتل شول چې په پراخه کچه ټاکنیز کمپاین وکړي، خو د کمپاین پرمهال دې له قومي، مذهبي او نژادي مسایلو ډډه وکړي.»

د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو دویم پړاؤ په اړه د مخکښو نوماندانو وړاندېزونه واورېدل. د دغه کمېسیون چارواکې وایې چې د ټاکنو دویم پړاؤ په اړه د مخکښو نوماندانو ټول هغه وړاندېزونه منل کیږي چې د قانون له چوکاټ سره برابر وي.

د ټاکنو دویم پړاؤ له پاره د اړوند بنسټونو چمتوالی روان دی او هیله کیږي چې په دغو ټاکنو کې به هم د وري ۱۶مې نېټې ټاکنو په څیر خلک پراخ ګډون وکړي.