1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولایتي شوراگانو ټاکنیز شکایتونه څیړل کیږي

حسین سیرت۱۳۹۳ خرداد ۱۰, شنبه

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د پنځو شمالي ولایتونو د ولایتي شوراگانو د ټاکنو په اړه د شکایتونو د څیړنې علنی بهیر پیل کړ. دې کمیسیون ویلي دي چې د شکایتونو څیړنه کولای شي چې په لومړنیو پایلو کې بدلون راولي.

https://p.dw.com/p/1C9tP
انځور: DW/H.Sirat

د دې کمیسیون د چارواکو په خبره د ولایتي شوراگانو په ټاکنو کې شاوخوا ۳۰۰۰ شکایتونه ثبت شوي دي. په دې اړه څیړنې به د روانې اوونۍ تر پنجشنبې ورځې پورې دوام ومومي. د کمیسیون په حواله هڅه کیږي چې د جوزا تر ۲۲ نیټې پورې د ولایتي شوراگانو د ټاکنو په اړه رسیدلو شکایتونو ته رسیدگي وشي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني، د دې بهیر د پیلیدو په اړه وویل: «موږ نن د شکایتونو د څیړنې بهیر پیل کړ. ټولو هغو نوماندانو چې خپل شکایتونه درج کړي ول، د اسنادو په ارایه کولو سره له خپلو شکایتونو څخه دفاع کول پیل کړي دي. دغه شکایتونه اوریدل شوي او د هغوی نظرونه هم په پام کې نیول شوي دي.»

د شکایتونو د څیړنې بهیر په داسې حال کې پیلیږي چې همدا اوس د ولایتي شوراگانو یو شمیر نوماندانو د کابل په پارک زرنگار سیمه کې په تحصن لاس پورې کړی دی او وایي چې د ټاکنو کمیسیون یې رايې بې ځایه کړې دي. د ولایتي شوراگانو ټولو هغو نوماندانو ته چې پر پایلو باندې نیوکې کوي د دې چانس ورکړل شوی دی چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون په هغو غونډو کې گډون وکړی چې په ترڅ کې یې شکایتونه څیړل کیږي.

ښاغلي محسني وویل د رایو هغه صندقونه چې په اړه یې د درغلیو کافي شواهد موجود دي بیا له سره تفتیش کیږي: «د هغو شواهدو پر اساس چې موږ ته وړاندې شوې دي، په شمالي ولایتونو کې ټول هغه صندوقونه چې په اړه یې شکایتونه موجود دي له سره شمیرل کیږي. په دې اړه مربوطه ولایتونو ته هم خبر ورکړل شوی دی.»

په ټول افغانستان کې ۲۷۱۳ تنو ځانونه ولایتي شوراگانو ته نومولي وو. د ولایتي شوراگانو د لومړنیو پایلو له مخې ۴۵۸ تنو د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ولایتي شوراگانو ته لار موندلې ده خو د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وایي چې د شکایتونو د څیړنې د بهیر تر پای ته رسیدو وروسته ښايي په دغو پایلو کې هم بدلون راشي.

په همدې حال کې هغه نوماندان چې د ولایتي شوراگانو د ټاکنو د پایلو په اړه شکایتونه لري د ټاکنیزو شکایتونو له کمیسیون څخه غواړي چې د هغوی شکایتونه په شفافه توگه وڅیړي.

محمد مفتي زاده هم د هغو نوماندانو له ډلې څخه دی چې د تاکنو د پایلې په اړه شکایت لري. هغه وایي: «له دې کبله چې موږ ته یې د سرپل له ولایت څخه زنگ وهلی دی او دلته یې غوښتي یو، کیدای شي چې شکایتونو ته مو هم رسیدگي وشي. خو که شکایتونه و نه څیړل شی نو که یوه کس ډیرې رایې هم ترلاسه کړي وي رایې به یې لږې وښودل شي.»

عبدالحفیظ یو بل نوماند دی چې له بلخ ولایت څخه کابل ته راغلی دی چې د خپل شکایت په اړه څیړنې له نزدې وڅاري: «په دې ولایت کې په لویه کچه درغلۍ شوې دي. پر دې سربیره د بلخ ولایت په ډیری د رای ورکوونې مرکزونو کې یو شمیر اسناد پرته له ټاپې، مهر او له جعلي لاسلیکونو سره راغلي دي. د دغو رایو شمیر له ۱۰۰۰۰۰ ډیر دی چې اعتبار نه لري.»
دغه نوماندان د ټاکنو له کمیسیون څخه غواړي چې د دوی په وينا حق حقدار ته وسپاري او پرې نه ږدې چې د افغانستان د ټاکنو د اعتبار په اړه پوښتنې رامنځ ته شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب