1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولایتي شورا گانو د شکایتونو د څیړلو بهیر پای ته ورسید

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۳ خرداد ۱۵, پنجشنبه

د ولایتي شورا گانو د شکایتونو علنۍ څیړنې چې یوه اوونۍ وخت یې ونیو، پاې ته ورسیدې. خو د ولایتي شورا گانو یو شمیر نوماندان ناراضه دي او د رایو له سره د شمیرولو غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/1CCsP
انځور: DW/H. Sirat

د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون ویلي دي چې ښایي د ولایتي شورا گانو د ټاکنو د شکایتونو څیړل د جوزا تر ۲۲ نیټې پورې بشپړ نه شي. دا په داسې حال کې ده چې د دغه کمیسیون چارواکو د روانې اوونۍ په پیل کې ویلي وو چې د جوزا تر ۲۲مې نیټې به شکایاتو ته د رسیدگۍ بهیر بشپړ شي.

د ټاکنیزو شکایاتو د کمیسیون ویاند نادر محسني د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د جون ۵مه) د شکایاتو د څیړولو د وروستۍ غونډې په پای کې وویل: «نن شکایتونو ته د رسیدگۍ وروستۍ علنۍ غونډه پای ته رسیږي، او مجموعا موږ د ۳۰۰۰ په شاوخوا کې شکایتونه ثبت کړي دي.»

ښاغلي محسني په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې د ټاکنیز مهال ویش عدالت ته ترجیح ورکوي، خو دا چې د شکایتونو شمیر ډیر دی، نو د څیړلو له پاره یې لا ډیر وخت ته اړتیا لري: «د ولایتي شورا گانو د زیاتو شکایتونو حجم ته په کتو سره، ممکن و نه شوا کړای په ټاکل شوي وخت چې مخکې یې وعده شوې وه، پایلې اعلان کړو.

له سره د رایو د شمیرلو غوښتنه

د شکایتونو د څیړلو وروستۍ ورځ د ولایتي شورا گانو د نوماندانو له زیاتو اعتراضونه سره مل وه. په داسې حال کې چې د انتر کانتیننتل په هوټل کې د شکایتونو څیړلو ادامه لرله، له نهو ورځو راهیسې د ولایتي شورا گانو په لسگونو نوماندانو په پارک زرنگار کې خیمې وهلي دي او د ولایتي شورا گانو د رایو له سره شمیرلو غوښتنه کوي.

د کابل ښار د ولایتي شورا یوې نوماندې لطیفه بیگ نژاد، وایي: «د کابل ښار د ولایتي شورا ټول کاندیدان د رایې صندوقونو له سره د شمیرلو غوښتونکي دي. موږ انځوریز او غږیز شواهد او د کمیسیون د مشخص کارکوونکي په اړه معلومات وړاندې کړي دي.»

د غزني د ولایتي شورا نوماند حفیظ الله امیري، وایي چې د ټاکنو کمیسیون په ډیر توپیر سره د ده رایې اعلان کړي دي: «د رایو په منځ کې ډیر توپیر راغلی دی. ما شاوخوا ۷۵۰۰ رایې درلودې او اوس ۳۹۸۹ رایې راختلي او نورې رایې ورکې شوي دي.»

د حفیظ الله امیري په وینا د نتایجو په فورمو کې د څارونکو او د محل د رئیس د لاسلیک د نه شتون له کبله یو شمیر صندوقونه هم باطل شوي دي. د هغه په وینا په دغه مورد کې باید کمیسیون پخپله مسلکي کسان د رایې ورکولو د مرکز د مشر په توگه وراستولي وای.

د حمل د میاشتې پر ۱۶مه نیټه د ولایتي شورا گانو له پاره په تر سره شوو ټاکنو کې ۲۷۱۳ تنو سیالي کوله. د ټاکنو د لومړنیو پایلو له مخې په ۳۴ ولایتونو کې ۴۸۵ تنو د ولایتي شورا گانو څوکیو ته لار موندلې ده.