1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولایتي شورا گانو د صلاحیت محدودول فساد ډیرولی شي

حسین سیرت، کابل۱۳۹۳ بهمن ۲۵, شنبه

د افغانستان د شفافیت د څار سازمان وایي چې که له ولایتي شوراگانو څخه څارنیز صلاحیت واخیستل شي نو په محلي دولتي ادارو کې به د فساد کچه لوړه شي. د دغو شوراگانو د څارنیز صلاحیت لغو کیدو ډیرې نیوکې راپارولي دي.

https://p.dw.com/p/1EbnL
Mitglieder der Regierungs-Räte in Afghanistan
انځور: DW/H. Sirat

ولایتي شوراگانو په وروستیو اوونیو کې په کابل کې څو مظاهرې په لاره اچولې دي. په دغو ټولو مظاهرو کې غوښتل شوي دي چې د ولایتي شوراگانو څارنیز صلاحیت باید بیرته ورکړل شي.

له بلې خوا ولسمشر محمد اشرف غني، ژمنه کړې ده چې د دغو شورا گانو په قانون کې به بدلون راولي او څارنیز صلاحیت به بیرته ورته ورکړي خو د ولایتي شوراگانو استازي ټینگار کوي چې ولسمشر باید په یوه تقنیني فرمان کې دغه کار وکړي.

اوس مهال په افغانستان کې د ولایتي شوراگانو دروازې تړلې دي او استازي یې وایي تر هغه وخته پورې چې ولسمشر پر سیمه ییزو ادارو باندې د څارنې صلاحیت د یوه تقنیني فرمان په ترڅ کې بیرته دغو شورا گانو ته ور نه کړي نو خپل کار به پیل نه کړي.

د شنبې په ورځ د افغانستان د شفافیت د څار سازمان په کابل کې یو کنفرانس جوړ کړ چې په کې ټینگار وشو چې له ولایتي شوراگانو څخه د څارنې صلاحیت اخیستل په ولایتي ادارو کې د فساد د کچې د لوړیدو لامل کیدای شي.

د دغې ادارې اجرائیه رییس سید اکرام افضلي، وویل: «موږ په دې باور یو چې د ولایتي شوراگانو څارنیز نقش د سیمو، ولایتونو او ولسوالیو په کچه د فساد په له منځه وړلو او د خدماتو د کچې په لوړولو کې ډیر ارزښت لري.»

محدود صلاحیتونه

په وروستیو وختونو کې د افغانستان د سیمه ییزو ارگانونو ادارې اعلان کړی دی چې ولایتي شوراگانو ته به په مشخصو برخو کې د څارنې صلاحیت ورکړل شي. د دغې پریکړې له مخې ولایتي شورا گانې د پروژو له تطبیق او د بودجې د مصرفیدو پر سر څارنه کولای شي.

د پلان له مخې به دغه صلاحیتونه د ولایتي شوراگانو د قانون په مسوده کې شامل او بیا د تصویب له پاره پارلمان ته واستول شي.

له بلې خوا د شفافیت د څار سازمان ویلي دي چې که له ولایتي شوراگانو څخه څارنیز صلاحیت واخیستل شي نو د پروژو کیفیت به ټیټ شي او دغه ارگان به یوازې یو سمبولیک حیثیت ولري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب