1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ برخه اعلان سوه

۱۳۸۸ شهریور ۴, چهارشنبه

په لومړنيو پايلو کې حامد کرزی تر ټولو نوماندانو لوړې رايي تر لاسه کړي هغه نه وروسته عبدالله عبدالله ، رمضان بشردوست ، اشرف غني احمدزی ، او ميرويس ياسيني هغه نوماندان دي چې په ترتيب سره يي رايي تر لاسه کړي دي...

https://p.dw.com/p/JIVr
د رايو شمېرلو مرکز
د رايو شمېرلو مرکزانځور: AP

د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشا رييس داوود علي نجفي چې د سل هاوو تنو خبريالانو ، څارونکو او کتونکو په وړاندې يې د ولسمشری د نوناندانو لمړنی پايلې اعلانولې وويل چې : دغه پايلې د رای ورکولو له 2697 مرکزونو څخه تر لاسه شوي دي . له دغې جملې څخه 21170 رايي باطلې دي له دغو رايو څخه چې د اعتبار وړ دي 524444 رايو ته رسيږي .

داوود علي نجفي د ولسمشرۍ د نوماندانو د پايلو د شميرنې په دهکله وويل چې له ټولو هغو رايو څخه چې د اعتبار وړ منل شوي حامد کرزی 212927 رايي ګټلي ، عبدالله عبدالله 202889 رايي تر لاسه کړي ، رمضان بشر دوست 53740 رايي اخيستي ، اشرف غني احمدزی 15143 رايي تر لاسه کړي ميرويس ياسيني 4325 رايي ګټلي ، حبيب منګل 2892 رايي تر لاسه کړي او فروزان فنا 2527 رايي ګټلي او باتې نورې رايي د نورو نوماندانو پورې تړاو لري .

داوود علي نجفي وويل چې : هغه پايلې چې اوس يې اعلانوم دا د ټاکنو د پايلو يوه برخه ده کيدای شي بله ورځ په دغو پايلو کې بدلون راشي دا يواځې د پايلو لس سلنه ده چې اعلانيږي . دغه پايلې چې اوس اعلانيږي نوناندانو او د هغوی استازو ته وخت ورکول کيږي چې که چيرې دغه شميرې له هغو فورمو سره چې دوی د رای ورکولو له مرکزونو څخه تر لاسه کړي توپير ولري کولای شي خپل شکايتونه د 72 ساعتونو په اوږدو کې د ټاکنو خپلواک کميسيون يا د ټاکنو د شکايتونو کميسيون ته وړاندې کړي .

نجفي وويل چې : تر اوسه د پايلو 95 سلنه ساتونکي کڅوړې د راي ورکولو له ځايونو او مرکزونو څخه د ولايتونو مرکزونو ته رسيدلي د ځينو ولايتونو لکه هلمند او بدخشان څخه چې د رای ورکولو مرکزونه د ولايت له مرکز څخه واټن لري د ولايتونو مرکزونو ته ندي رسيدلي 85 سلنه د پايلو ساتونکي کڅوړي د ټاکنو مرکزي دفتر ته رسيدلي .

دا چې د پايلو لږه برخه اعلان شوه نجفي يي لامل کاري پروسيجر ګڼي او وايي چې : د دې لامل چې مونږ لږې پايلې اعلان کړي دا ده چې مونږ بايد د پايلو د څيړنې پړاونه په کره توګه تر سره کړو تر څو هغه پايلې چې اعلانيږې سمې او کره وي د پايلو د څيړنې ټول اووه پړاونه چې د پايلو په ملي مرکز کې تر سره کيږي د نوماندانو استازي ، څارونکي او کتونکي کولای شي له دغو پړاونو څخه ليدنه وکړي .

د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشا رييس د ټاکنو په بهير کې له ټولو اړوندو بنسټونو ، رسنۍ ، نوماندان او ټولو څارونکو او کتونکو څخه هيله وکړه چې د اټکلي پايلو له خپرولو څخه ډډه وکړي.

انور بری پال/ کابل

کتونکی. زيارمل