1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ولسمشرۍ ټاکني به هرو مرو پر خپل وخت وي»

۱۳۹۱ مهر ۱۳, پنجشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، چي په هيواد کي ئې د بغاوت د دوام او ناټو ځواکونو له وتلو سره سره به بيا هم د ولسمشرۍ ټاکني پر خپل وخت باندي په ۲۰۱۴ کال کي تر سره شي.

https://p.dw.com/p/16JY7

کرزي نن د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د اکتوبر۴) د ولسمشرۍ په ماڼۍ کي يوې خبري غوندي ته وويل: «ټاکني به هرمرو تر سره کيږي. ولاړ سئ او د خپلي خوښي ولسمشر وټاکئ. زما دوره، حتي که يوه ورځ هم تر ټاکلي وخت تيره شي، هغه به غير قانوني وي.»

کرزي مخکي ويلي ول، چي کيداي شي دغه ټاکني تر خپلي ټاکل سوې مودې يو کال دمخه تر سره شي، ځکه ۲۰۱۴ کال له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو د بشپړ وتلو کال ټاکل شوی دئ او دا ښايي د ولسمشرۍ پر ټاکنو باندي ناوړه اغيزه وکړي.

له دې څرکندونو سره ولسمشر کرزی د خپلو مخالفينو تر سختو نيوکو لاندي راغلی وو او ورباندي تور لگول شوی وو، چي غواړي پر ټاکنو باندي د«قانون پر خلاف» انحصار ولري.

د افغان حکومت پر وړاندي د سياسي اپوزيسيون ډلي چي په خپلو منځو کي هم سره اختلاف لري، له کرزي څخه غوښتي دي چي ټاکني بايد پر څپل وخت په ۲۰۱۴ کال کي تر سره شي.

کرزي په دغه خبري غوڼده کي چي په ناڅاپي توگه راغوښتل سوې وه، د خپل هيواد د مختلفو مسايلو، لکه پر سرحدي سيمو باندي د پاکستان له خاوري د توغنديو بريدونو، د ښځو پر وړاندي د تاوتريخوالي د زياتيدو او امنيتي وضعيت په اړه د خپل حکومت دريځ روښانه کړ.

هغه وويل: « دا خبره رښتيا ده چي پر کونړ باندي د پاکستان له خوا توغندی توغول شوي دي. خو دا مسئله مو له پاکستان سره او دغه راز له امريکا متحده ايالاتو سره مطرح کړې ده او خپلي انديښني مو ورته څرگندي کړي دي.»

کرزي وويل: «امريکا وايي چي هغه د دغو بريدونو په وړاندي څه نه شي کولاي، ځکه تر اوسه پوري رښتيني معلومات په لاس که نه شته. امريکا وايي چي ستاسو د رسنيو رپوټونه او ستاسو د امنيتي ارگاونو رپوتونه د توغنديي بريدونو په شمير کي اغراق کوي.»

هغه وويل سره له دې هم افغان حکومت هڅه کوي چي دا ستونزه له گاوندي هيواد سره له ديپلوماتي لارو چارو له لاري حل کړي.

کرزي دغه راز پر کورنيو او نړيوالو رسنيو باندي نيوکه وکړه چي د هيواد د امنيتي وضعيت په هکله ئې« رښتيني انځور» نه وړاندي کوي، خصوصاً کله چي نړيوال ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

هغه وويل «د افغانستان له نظره» د متحده ايالاتو په مشري د بغاوت ضد جگړه به تر هغه برياليتوب ته ونه رسيږي چي نړيوال ځواکونه د دي پر ځای چي په گاونديو هيوادونو کي د ياغيانو د اډو پر ضد عمل وکړي، «د افغانستان په کليو او بانډو کي جنگيږي.»

رويترز/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل