1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوس هم په افغانستان کې امنیتي کمپنۍ فعالیت کوي

میرویس جلالزی (کابل، افغانستان)۱۳۹۲ فروردین ۲۳, جمعه

د ولسمشر حامد کرزي د هغه فرمان له خپریدو دوه کاله تیریږي چې د ټولو شخصي امنیتي کمپنیو د تړل کیدو حکم صادر شوی وو. اوس هم په افغانستان کې نزدې ۳۲ امنیتي کمپنۍ په یوه ډول نه یوه ډول فعاله دي.

https://p.dw.com/p/18Eq5
انځور: Reuters

یادښت: انځور د یوه امنیتي شرکت د غړي نه ده.

هغه وخت چې د امنیتي کمپنیو د تړل کیدو په اړه د ولسمشر کرزي حکم صادر شو په افغانستان کې ۵۲ لوی امنیتي کمپنیو فعالیت لاره. اوس چې له هغه وخت څخه دوه کاله تیریږي د افغانستان د کورنیو چارو وزارت توانیدلی دی چېد هغوی له ډلې څخه ۲۰ یې وتړي او کارکوونکي یې د عامه ساتنې ځواک په چوکاټ کې په دندو وګوماري. دا په داسې حال کې ده چې اوس هم په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳۲ امنیتي کمپنۍ په یو ډول نه یوه ډول فعالیت کوي.

دغه امنیتي کمپنۍ وسلوال کسان لري چې په درنو او سپکو وسلو سمبال دي. په ځینو مواردو کې په داسې موټرو کې تګ راتګ کوي چې نمبر پلیټونه نه لري. د دغو کمپنیو یوه اصلي دنده د بهرنیو ځواکونو د اکمالاي قطارونه ساتنه ده. ویل کیږي چې یو شمیر افغان لوړپوړي امنیتي چارواکي په دغو امنیتي شرکتونو کې شریک دي او له دې لارې ډیرې پیسې تر لاسه کوي.

افغان حکومت وايي چې دغه کمپنۍ بهرنیو او کورنیو بنسټونو ته د خطر په برخه کې د مشورو په ورکولو بوختې دي خو د ولسي جرګې غړي بیا دغه څرګندوني ردوي. د دې جرګې یوه غړي لالي حمیدزي، د پنجشنبې په ورځ په کابل کې وویل چې لا تر اوسه پورې هم هغه امنیتي کمپنۍ نه دي منحل شوې چې د حکومت کلیدي مشرانو پورې تړاو لري.

ښاغلي حمیدزي په دې اړه وویل: «د کابل-کندهار او کابل-هرات پر لویه لاره چې یو شمیر خصوصي کمپنیو د ناټو او نورو قطارونو بدرګه کوله، هغه کمپنۍ ړنګې شوې دي خو تر کومه ځآیه چې زه معلومات لرم یوه امنیتي کمپنۍ په فراه کې او بله د آریا په نامه په هرات کې اوس هم فعاليت کوي.»

د کابل په ښار کې هم د یو شمیر بهرنیو تاسیساتو مخې ته د Borhad Security Service په نامه د خصوصي امنیتي شرکت کسان لیدل کیږي. په ځینو مواردو کې د امنیتي کمپنیو غړي په یو شمیر سنګینو جرمنو تورن شوي دي.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازې شکیبا هاشمي، پر حکومت نیوکه کوي چې که د دغو کمپنیو مخه و نه نیسي ولسي خلک به یي پر ضد راوپاڅيږي ځکه د هغې په حواله شخصي امنیتي شرکتونه په لویو لارو عام خلک تنګوي. میرمن هاشمي وايي: «ځینو دغو شرکتونو اداري فساد اوج ته رسولی دی او د مخدره توکو او انسان په قاچاق کې ښکیل دي.»

امنیتي خصوصي شرکتونه په وروستیو لسو کلونو کې د بهرنیو ځواکونو د تاسیساتو او قطارونو د ساتنې په موخه د افغان او بهرنیو کسانو له خوا جوړې شوې. خو تر هغه وروسته چې خلکو د دغو کمپنیو له خوا د قانون ماتونې په هکله په وار وار مرکزي حکومت ته شکایتونه وکړل، افغان ولسمشر حامد کرزي د هغوی د له منځه تلو امر صادر کړ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب