1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ISI د ملي امنیت کارکوونکي نه روزي»

مسعود جهش۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۸, دوشنبه

د افغان ولسمشر ویاند د ځینو رسنیو هغه رپوټونه رد کړل چې وايي د پاکستان استخباراتي سازمان ISI به د یوه نوي تړون له مخې چې کابل او اسلام آباد تر منځ لاسلیک شوی دی، د ملي امنیت ادارې کارکوونکي وروزي.

https://p.dw.com/p/1FRU4
انځور: AP

د افغان ولسمشر ویاند اجمل عبید عابدي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د افغانستان د ملي امنیت ادارې د پاکستان له استخباراتي سازمان ISI سره یوه تفاهم لیک لاسلیک کړی دی چې له مخې یې د ملي امنیت اداره له دغې پاکستانۍ ادارې سره له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه معلومات شریکوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې ځینو افغان رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړي وو چې په کې د دې تړون له مخې د ISI له خوا د ملي امنیت د کارکوونکو د روزنې خبره هم شوې وه. خو عابدي دغه آوازې په کلکه رد کړې او ټینګار يې وکړ چې تفاهم لیک یوازې د استخباراتي معلوماتو د شریکولو په موخه لاسلیک شوی دی.

عابدي وویل چې د افغان او پاکستاني استخباراتي سازمانونو تر منځ تر دې مخکې د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ کلونو تر منځ هم یو رسمي تفاهم لیک موجود وو چې له مخې به یې دواړو هیوادونو یو له بل سره استخباراتي معلومات شریکول.

کابل او اسلام آباد په وروستیو وختونو کې یو له بل سره په ګډه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې باندې ټینګار کوي. ولسمشر محمد اشرف غني واک ته تر رسیدو وروسته پاکستان ته سفر وکړ او په دې هیواد کې یې نه یوازې له ملکي مشرانو بلکې پوځي واکمنو سره هم خبرې وکړي. د هغه دغو اقداماتو په افغانستان کې ځینې حساسیتونه راپارولي دي او یو شمیر کارپوهان اندیښنه څرګندوي چې له دې سره کیدای شي د افغانستان بل ګاونډی هیواد هندوستان، خفه شي او له کابل سره خپلې مرستې او همکاري ودروي.

خو په خپله ولسمشر غني بیا ټینګار کوي چې له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو ښه کول او ګډه همکاري د دواړو هیوادونو د امنیت او ثبات له پاره اړینه ده. د ولسمشر ویاند عبیدي، هم پر همدې موضوع باندې ټینګار کوي او وایي چې وروستی تړون د ثبات د راتلو له پاره مهم دی. هغه زیاتوي: «د دواړو هیوادونو تر منځ د ۳۰ کلونو له پاره ښې اړیکې موجودې نه وې، خو اوس باید د سولې له پاره هڅې وشي. لومړۍ څه چې افغانستان غواړي سوله ده.»

د افغانستان د چارو کارپوه یونس فکور، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې دغه شان تفاهم لیکونه له دې کبله اهمیت لري چې د دواړو اړخونو غوښتنې په کې واضح کیږي. هغه زیاتوي: «زه فکر کوم چې که څه هم په افغانستان کې له ISI سره ډیر حساسیت موجود دی، او لکه څنګه چې موږ باور لرو چې د پاکستان په یوه لاس کې خواږه او بل لاس کې یې توره ده، خو په هر صورت باید هر څه چې موږ له دوی څخه غواړو باید پر کاغذ باندې راشي.»

ښاغلي فکور په عین حال کې په سمه توګه او د افغانستان د ګټو له پاره د دغه تفاهم لیک پر کاریدو باندې ټینګار وکړ. له بلې خوا د ولسمشر ویاند هم وویل چې د تفاهم لیک د پلي کولو له پاره وخت ته اړتیا شته او که اسلام آباد د تفاهم لیک پر خلاف اقدامات وکړي نو کابل به په اړینو اقداماتو لاس پورې کړي.