1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولسمشر په توګه لومړي سفر پولند ته ولي؟

۱۳۸۹ تیر ۲۳, چهارشنبه

کريستيان وولف:«دالمان اوپولند ترمنځ اړيکي ډيري مهمي دي .المان د پولند په وړاندي په دوامدارډول په تيره بيا د نازي المان د جنايتونوله امله ځانګړي مسوليت احساسوي. د المان او اروپا يووالي د پولند د نوي ديموکراسي برکت دي.»

https://p.dw.com/p/OIuc
د آلمان نوي ولسمشر کريستييان وولف او د بولند نوي منتخب ولسمشر برونسيلاف کوموروفسکي پرون يو بل سره وليدل
د آلمان نوي ولسمشر کريستييان وولف او د بولند نوي منتخب ولسمشر برونسيلاف کوموروفسکي پرون يو بل سره وليدلانځور: dpa

وارسا ته د جمهوررييس په حيث وولف په خپل لمړي سفرکي د دواړو ګاونډيو هيوادونود ښه ګاونډيتوب اوملګرتيا ستاينه وکړه او ويي ويل:

«دالمان اوپولند ترمنځ اړيکي ډيري مهم دي .المان د دي هيواد په وړاندي په دوامدارډول په تيره بيا د نازي المان دجنايتونوله امله ځانګړي مسوليت احساسوي . دالمان يووالي او د اروپا يو والي دپولند د ولس او دزوليدارنوش په واسطه ممکن کړاي شويدي . او اوس غواړو چي له خپلوملګرو سره خپل ګډ راتلونکي په ملګرتيا سره جوړه کړه.»

وولف د دي پلوي کړيده چي د المان اود پولند د ځوانانوترمنځ زيادتره تماس او دافکارو تبادل منځ ته راشي ترڅو چي دواړه هيوادونه يو د بل په برخه کي زيادتره معلومات ترلاسه کړي .اود المان اوپولند دځوانانو ګډه ټولنه بايده دي پدي برخه کي ستر نقش ولوبوي .

وولف زياته کړه:«زه غواړم چي د پولند د ټاکل شوي جمهوررييس وړاندييزونه خپل کړم اودواړه د المان اود پولند دځوانانود ټولني افتخاري مشري په غاړه واخلو. اومونږ په اروپا يي تولنه باندي د ټولواروپايانو دورګډيدو اوادغام په اړه غونډي جوړي کړو په تيره بيا داغونډي بايد په کرايزاو او په کوز شليزين (په پولند کي يو يوه سيمه چي پخوا آلمان پوره اړه درلوده او اوسيدونکي په خټه آلمان دي) جوړي شي او پدي ډول د اروپا په راتلونکي کي ونډه واخل .»

کرايزاو له 1989کال راهيسي چي د پخلايني په وخت کي دالمان لمړي وزير هلموت کول اود پولند دهغه مهال دولتي مشر مازوويچکي روغبړ سره وکړ يوه سمبولي سيمه ګرځيدلي ده. اوس هلته دځوانانو د نړيوالي ټولني ناست ځي دي .

برونيسلاو کمروفسکي څرګنده کړه چي په کرايزاوکي د برلين د ديوال يوه ټوټه دننداري لپاره ايښودل شويده .اود برلين د رايښس تاګ دودانۍ په مخکي د دانزيک دبيړۍ جوړولو د فابريکي د ديوال يوه برخه ولاړه ده، چي دا د ده په نظر دګډ تاريخ اوپه تيرو 20 کالوکي د بريالي ګډ کارنښه ده . ده ويلي دي چي زه پدي ډاده يم چي دا فعاليتونه به دوام وکړي اودواړه جمهوررييسان به د ګډ کار دلاپراخيدو په برخه کي زيارونه وباسي. کمروفسکي يادونه وکړه: «مونږ د اروپا په تولنه باندي د ټولو غړيو هيوادونو د وګړو دورګډيدو لپاره د وګړو لپاره نويو لري ليدونو، نويو انګيزو، او نويو الهامونوته اړه لرو.هدف مي پدي برخه کي داروپا له نوي نسل څخه دي چي دي ټولوته اړه لري.»

پولند به يو کال وروسته د اروپايي تولني مشري په غاړه واخلي د نوموړي هيواد حکومت همدا اوس اعلام کړيدي چي داروپا په تولنه باندي دټولو دورګډيدو اوادغام مسلي ته به ډيره پاملرنه وکړي .اوپدي کي به دختيځ ګاونډي هيوادونه هم په پام کي ونيسي .

برونسلاف کوموروفسکي غواړي چي دوفادارۍ دلوړي له کولونه وروسته لمړي داروپايي ټولني ناستون بروکسل ته لاړشي اوله هغه نه سمدستي وروسته پاريس اوبرلين ته سفروکړي . ده د دي کتني لپاره دوولف بلنه په قدردانۍ سره منلي ده .

وولف دپولند له لمړي وزير دونال توسک اود وارسا په لرغوني ښارکي له چکروهلونه وروسته بيرته برلين ته ستون شويدي. او دچهارشنبي په ورځ دجمهوررييس په حيث دلمړۍ کتني لپاره وين ته ځي .

لودګر کازميرژاک/ رحيله اميري

کتونکي: عبدالباري حکيم