1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولسمشر کرزي د وروستيو خبرو په اړه د کارپوهانو نظرونه

۱۳۸۷ آبان ۲۷, دوشنبه

د يکشنبې په ورځ په کابل کي ولسمشر کرزي يوار بيا د طالبانو سره د خبرو او حتی د هغوی د مشرانو د امنيت ساتلو د ظمانت په اړه يې څرګنده وني وکړې

https://p.dw.com/p/Fwds
د افغانستان جمهوررييس ښاغلی حامد کرزی
د افغانستان جمهوررييس ښاغلی حامد کرزیانځور: AP

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د نيويارک او لندن د سفر څخه تر راستنيدو وروسته سمدلاسه په کابل کي د يوې خبري ناستي پر مهال دهغه د دولت د مخالفي ډلي طالبانو مشران يوځل بيا دسولي خبروته راوبلل او ويې ويل چي د ملامحمد عمر او دطالبانو د ځينوفعالو مشرانو د امنيت ساتني ظمانت به هغه وخت وکړي چي دوی په افغانستان کي د سولي د راتلو لپاره تياری وښيي.

حامد کرزي ويلي که څه هم نړيواله ټولنه ښايي ددې خبري سره موافقه نه وي خو هڅه کوي چي هغوی ته قناعت ورکړي. افغانان چي له سختو جګړو او ناخوالو څخه ډير ستړي سوي د حامد کرزی دې وينا هيله من کړي دي.خو ځيني کارپوهان بيا دا کار ستونزمن بولي، او وايي چي په دې کار سره به د نړيوالي ټولني، په ځانګړې توګه د امريکا د متحده ايالاتو سياسي موقف ترپوښتني لاندي راسي چي له کبله به يې دا پروسه هم نيمګړې وي.

دکندهار يو تن اوسيدونکی عبدالله په دې اړه وايي: چي له جګړو په تنګ راغلی او دې خبري ته هيله من دی. د هغه په خبره په هر ه بيه چي وي دولت بايد د مخالفينو سره خبرو ته کښېني او يوې موافقې ته سره ورسيږي. څکه چي بېله خبرو کولو څخه د افغانستان لانجه بله لاره نلري، او دواړی خوايي بايد بېله قيد و شرطه څخه خبرو ته کښېني.

په کابل کي د ژورنالستانو دحقوقي فعالينوغړی ليکوال او ژورنالست عبدالمجيب خلوتګر په دې نظر دی چي افغان ولسمشر ښايي غرب ته د سفرکولو پرمهال د منځلارو طالبانو ظمانتونه په لاس راوړي وي او بله مسله دولسمشرلخوا راتلوونکو ټولټاکنو ته کمپاين کول هم بلل کيږي.

خلوتګر په خپلو خبرو کي پر دې ټينګار وکړی چي د ولسمشر حامد کرزي ددې وينا ترشاه کيدای سي چي يوازي دولسمشرۍ ټاکنو ته دکمپاين کولو انګيزه وي.

ځوان ليکوال او څيړونکی عبدالقديم پتيال، هم د ولسمشر ددې خبرو څخه ملاتړ کوي او وايي چي د ولسمشر دا اعلان چي د طالبانو د مشرملامحمد عمر د امنيت ساتني ظمانت کوي ډير پر ځای او مثبت عمل دی. ولي پتيال اندېښنه لري چي په دې اعلان سره ښايي د افغانستان دولت له نړيوالي ټولني سره په ټکر کي راسي.

د افغانستان جمهوررييس ښاغلي حامد کرزي، تردې د مخه هم څو واري طالبانو ته دخبرو اترو وړانديز کړی خوهغوی په افغانستان کي د بهرنيو پوځونو په موجوديت کي هر ډول خبري اتري رد کړي دي خو دا وار طالبانو تراوسه د ولسمشر کرزي ددې اعلان په اړه غبرګون نه دی ښودلی. دطالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد په سيمه کي خبريالانو ته ويلي د کرزي پردې خبرو باندي د طالبانو عالی شورا دقيق غور کوي او په لنډ وخت کي به يې ځواب اعلان کړي.