1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولسي جرګي نوي استازي د کرزي غوښتنه نه مني

۱۳۸۹ بهمن ۳, یکشنبه

تيره ورځ حامد کرزي د يو شمېر کانديدانو سره تر ليدني کتني وروسته وويل چي د چهارشنبې په ورځ به د نوي ولسي جرگې پرانسته کيږي خو د ځانگړي محکمې هر ډول حکم ته ټول کانديدان غاړه ږدي. خو اوس استازي وايي چي دا کولای نه سو.

https://p.dw.com/p/Qug4
د زاړه پارلمان مشر محمد يونس قانوني
د زاړه پارلمان مشر محمد يونس قانونيانځور: AP

د افغانستان د نوي ولسي جرگې يو شمير غړو د حامد کرزي هغه غوښتنه رد کړې ده چي دوی دي د ټاکنو د شکايتونو لپاره د جوړي سوي محکمې احکامو ته غاړه کښيږدي.

د کابل په انټرکانټينټل هوټل کي د يکشنبې په ورځ د نوو ټاکل سوؤ استازو يوه غونډه جوړه سوې چي په هغې کي پريکړه وسوه چي د ولسمشر حامد کرزي غوښتنه به نه منل کيږي.

په دغه هوټل کي د ولسي جرگي د 249 استازو څخه تقريباً 200 استازي راټول سوي ول.

کرزي د شنبې په ورځ د استازو څخه په ليکلي بڼه دا ضمانت غوښتي و چي د ځانگړي محکمې احکام به مني.

محمد يونس قانوني غونډي ته د وينا پر مهال وويل چي د ولسي جرگې نوي غړي مجريمين نه دی چي د کرزي دا ډول غوښتني ومني.

قانوني و استازو ته وويل چي د ځانگړي محکمې د قانوني شتون په هکله بايد د ولسي جرگې د پيل وروسته په پارلمان کي پريکړه وسي.

نوموړي و استازو ته دا ډاډ هم ورکړی چي د جرگې د پيل وروسته به ټاکل سوي استازي د ځانگړي محکمې څخه مصؤنيت تر لاسه کړي.

د افغانستان د ولسمشر پارلماني وزير همايون عزيزي بيا ويلي دي چي ولسمشر کرزي د چهارشنبي په ورځ د ولسي جرگې د پرانستني لپاره د ځانگړي محکمې منل شرط ايښی ؤ.

نوموړي ويلي چي کرزي به تر دغه فرمان تير نه سي او پر خپله خبره ولاړ دی.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل