1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولسي جرګې د ریس ټاکلو رای اچونه دریم پړاو ته وځنډېده

۱۳۸۹ بهمن ۹, شنبه

د دغه ځنډ لامل دا وو چې په تیرو دوو پړاونو کي چي، د شنبې په ورځ تر سره سول هیڅ یو کاندید و نه توانیدی چي د مجلس پنځوس جمع یو رایه خپله کړي.

https://p.dw.com/p/Qwb9
انځور: DW

د ریاست څوکۍ ته د رسیدو لپاره نن ۱۲۳ رایو ته اړتیا وه.

ظاهر قدیر، عبدالرب رسول سیاف، میرویس یاسیني او د تیرې ملې شورا ریس محمد یونس قانوني هغه څلور کسان ول چې په لومړي ځل ټاکنو کې یو هم و نه توانید چې کافي رایې تر لاسه کړي.

په لومړۍ ځل رایه اچونه کې محمد یونس قانوني او عبدالرب رسول سیاف دوه هغه کاندیدان ول چې د ریاست څوکۍ ته د رسیدو لپاره یې ډیري رایې تر لاسه کړي خو دا چې دغې څوکۍ ته د رسیدو لپاره ۱۲۳ رایو ته اړتیا وو نو یو هم و نه توانید چې بریالي توب خپل کړي.

د لومړي پړاو په رای اچولو کې ښاغلي قانوني د حاضرو ۲۴۵وکیلانو له منځه ۸۴، ښاغلي سیاف ۷۷، میرویس یاسيني ۴۴ او عبدالظاهر قدير ۳۴ رایې خپلې کړې. په لومړي ځل کې څلور رایې باطلې او دوې سپینې وختلې.

دولسې جرګې ریاست ته له غرمې وروسته دری بجې د دوهم ځل لپاره رای اچونه پیل سوه. په دغه پړاو کې یوازي ښاغلی سیاف او قانوني سیالی ته ولاړ ول. وکیلانو ته بیا هم صندوقونه کیښودل سول تر څو د خپلې خوښې وړ کاندید ته رایه ورکړي.

په دوهم ځل رایه شمیرنه کې استاد سیاف وکړای سول د ۱۱۹ رایو په ګټلو سره په داسي حال کې چې د هغه رقیب یونس قانوني ۱۱۴ رایې خپلې کړي وي تر هغه ډیري رایې تر لاسه کړي خو دا چې د مجلس اکثریت ۱۲۳ رایې وي نو هیڅ یو هم بریالی نه سو.

په دوهم ځل ټاکنو کې یوه رایه باطله او اته سپینې وختي. د ولسي جرګې غړو پریکړه وکړه چې د ریاست د څوکۍ لپاره رایه اچونه دریم پړاو ته چې صبا به تر سره کیږي وځنډوي. د حرگې ريس ښاغلي عثماني پدې تړاو وويل:

« ګرانو حاضرینو خبره داسي ده چې نن ښاغلي قانوني ۱۱۴ رایې په دوهم پړاو کې تر لاسه کړي اوښاغلي سیاف هم ۱۱۹ نو له دې څرګنده ده چې یو هم و نه توانید کافي رایې یعنی ۱۲۳ رایې تر لاسه کړي نو بلاخره فیصله په دې وسوه چې د ولسي جرګې د داخلي اصولو مطابق د ټاکنو دریم پړاو باید صبا تر سره سي».

له تېرو څو ورځو راهیسې د ولسي جرګې د مشرۍ پر سر د ولسمشر حامد کرزي د پلویانو او د هغه د سياسي مخالفانو ترمنځ ټينګه مبارزه روانه وه. د ولسي جرګې د داخلي دندو پربنسټ د جرګې مشر باید د غړو له خوا وټاکل شي او د هغه تر ټاکل کېدا وروسته نور اداري غړي ټاکل کېږي.

یوه ډله چې د جرګې د مخکني رییس محمد یونس قانوني پلویان دي، ډېره برخه یې د دولت د مخالف سیاسي ایتلاف غړي جوړوي، او بله برخه یې د ولسمشر حامد کرزي د پلوي عبدلرب الرسول سیاف پلويان دي.

دغو دواړو د تېرې ولسي جرګې د ریاست لپاره ډېرې مقابلې وکړې، خو یونس قانوني په ډېر لږ توپير وکړای شو، چې د تېرې ولسي جرګې ریاست ته ځان ورسوي. قانوني او سیاف دوه هغه نوماندان ول چې د ولسې جرګې ریاست ته یې سره نږدې مقابله وکړه.

دغه دوې څیرې چې د طالبانو پر ضد د ځمکني خوځښت کلیدي څيرې بلل کیږي په تیرو نهو کلونو کې د افغانستان د سیاست په برخه کې لوی نوم ګټلی دی.

ميرويس جلالزی / کابل

کتونکی: احمدولي اڅکزی
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل