1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولسي جرګې د ټاکنو په هکله د نړيوالي ټولني غبرګون

۱۳۸۹ شهریور ۲۸, یکشنبه

ملګرو ملتو او ناټو دواړو د افغانانو دا زړورتيا وستايله چي د افراطينو او زور پالونکو د ګواښونو نو سره سره يې د خپل هيواد د ولسي جرګې په ټاکنو کي ګدون وکړ.

https://p.dw.com/p/PFyK
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مونانځور: AP

د ملګرو ملتو د يوې وينا پاڼي له مخه، د هغه سازمان عمومي منشي بان کي مون، افغان راي ورکونکي د خپل دې هوډ په خاطر چي د راييو صندقونو پر لور پرون ولاړل او د خپلي خوښي کانديدانو ته رايي ورکړي، وستايل.

د بان يو وياند يادونه وکړه چي د « امنيتي ننګونو» سره سره ټاکني تر سره سوي او وويل چي ملګري ملتونه رپوټ ورکړای سوي زور زياتي او د ولسي وګړو مرګ ژوبلوغندي.

په خپرپاڼه کي کومي خاصي پيښي ته يا د جګړې اړخ ته ګوته نيول سوې نه ده.

د بان وينا ته ورته د اروپا د اتحاديي هم د افغانستان له پالرماني ټاکنو هرکلي وکړ. هغي اتحاديي وويل: « دغه ټاکني د افغانستان د خپلواکمني ښکاره نښانه ده او له دي څخه ويندويي کوي چي افغان ولس هود کړي ترڅو خپل برخه ليک په خپل لاس وټاکي.»

د ناتوعمومي منشي اندرز فوګ رازموسن د طالبان اورپکو پر ضد د افغان وګړو له زړوتيا څخه ستاينه وکړه.

په يوې وينا کي رازموسن وويل: «زه د افغانستان خلکو ته د دي ټاکني په تر سره کولو کي مبارکي وايم. که څه هم په يو شمير سيمو کي زور زياتي وسوي ترڅو وګړي د خپلو راييو له حق څخه بې برخي کړي.»

د ناټو عمومي منشي په خپلي وينا کي يادونه وکړه چي افغان راي ورکونکو او نوماندانو د ډار، ګواښ او ويري پر ضد د خپل مقاومت هوډ ښکاره کړ او د خپلو راييو له ورکړي سره يي وښودله چي هغوي د خپل هيواد د مشرانو او تګ لاري پوره ازادي لري.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس، فضل احمد معنوي وويل چي تر دغه دمه د لاس ته راغلو ارقام له مخه 3.5 مليون خلکو خپلي رايي ورکړي دي چي دا د 9.2 مليون د رايو مستحقو کسانو په سلو کي40 جوړوي.

په عين وخت کي د ټاکنو د شکايتونو د اوريدو کميسيون وويل چي هغه ته شکايتونه رسيدلي دي چي په ځينو سيمو کي د ټاکنو حوزې په خپل وخت نه دي پرانيستيلي سوي يا داسي شکايتونه هم ورته رسيدلي چي رايي ورکونکي ويرول شوي دي، يا له کارتونو څخه ناوړه استفاده سوې او داسي نور.

ځيني نورو د ګوتي د رنګ د کيفيت په هکله شکايت کړي دي. دغسي ستونزي د کندوز ولايت د ټاکنو په ځينو حوزو کي عنوان سوې.

د افغانستان په ټاکنو کي د نړيوالو او کورنيو څارونکو تر څنګ يو هم د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ چي انګريزي مخفف يي FEFA دي، دغه ټاکني له نژدي څارلي دي.

دغه بنسټ يادونه کوي چي نا امني، زور زياتي او بي نظميو د ټاکنو سره جوګه وي. FEFA وايي: «دغو ډول ستونزو د ټاکنو کيفيت تر سيوري لاندي راوستي.»

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل