1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولسي جرګې راتلونکو انتخاباتو ته تياری

۱۳۸۸ دی ۱۷, پنجشنبه

دجنوب لويديځي حوزې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د مسؤل عبدالواسع الکوزي سره مرکه :

https://p.dw.com/p/LNtE
انځور: AP

عبدالواسع الکوزی : دوې ورځي مخکي موږ ته زموږ د رهبرۍ لخوا يو نوی هدايت راغلی ، چه د 1389کال دجوزا پراوله به د ولسي جرګي انتخابات ترسره سي .دا چه مرکزي دفتر څومره امکانات لري ، پدې هکله لاتراوسه زماسره معلومات نسته .

ډويچه ويله : تاسود امکاناتو خبره وکړه ،ويل کيږي چه په دغه برخه کي څه فني او مالي مشکلات ليدل کيږي؟

عبدالواسع الکوزی : دا صيح خبره ده مالي ستونزي سته . ولي بعضي لوژيستيکي مسايل حل دي .که چيري بين امللي ټولنه زموږسره مرسته ونه کړي ، فکرنه کوم چه پارلماني انتخابات دي ترسره سي . خو زموږ د انتخاباتو خپلواک کميسيون پدغه برخه کي د دولت د رهبری سره په تماس کي دی،او تر ډيره حده پوري کوښښ کيږي چه انتخابات پرخپل وخت ترسره سي .

ډويچه ويله : آيا مخکي له مخکي تاسو هغه لومړني ګامونه کوم چه د انتخاباتو پروسي يا پروسيجر ته پکاريږي ،پورته کړي او که څنګه؟

عبدالواسع الکوزی : بلې تر انتخاباتو ۴مياشتي مخکي د ټاکنو د پروسي طرزالعمل په کاراچول کيږي ،چه په هغه کښي د کانديدانو راجسټريدل دي ،د انتخاباتي حوزو د مسؤلينو دپاره يو ټريننګ دی، چه پر لار اچول کيږي او بل هم د کانديدانودپاره د کمپاين وخت دی . چه کيدای سي د جدي پر 20يا 21 د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د خارجي ارتباطاتو مسؤلين مرکز (کابل) ته ولاړسي او هلته د ټريننګ يو ورځنۍ يا دوه ورځنۍ موده تيره کړي ،چه موږهم دغه پروسيجر منتظر ته .

ډويچه ويله :تاسو مخکي وويل چه د پارلماني انتخاباتو دپاره دځيني لوژيستيکي موادو مشکلات حل دي .آيا ويلای سی چه د لوژيستيکي موادو څخه موهدف کوم مواد دي؟

عبدالواسع الکوزی : د اسد د مياشتي د انتخاباتو څخه اکثريت مواد اکمال سويدي ،چه هغه عبارت د کيټونو څخه دي ،جنراتورونه چه د بعضو ولاياتو دانتخاباتو د ګدامونو دپاره او ياهم د دفترونو دپاره ضروري دي ،موجود پراته او په لاس کښي لرو.

حکمت الله اسلمي/ عبدالواسع الکوزی

کتونکی : محمد قاسم نوري