1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولسي جرګې غړو کرزي ته د پارلمان د پرانيستلو ضرب الاجل ټاکلی

۱۳۸۹ آذر ۲۲, دوشنبه

په کابل کي د نوي پارلمان یو شمېر غړو ويلي دي چي د ولسي جرگې د پرانيستلو دپاره يې ولسمشر کرزي ته ځکه ضرب الاجل ټاکلي چي هغه پرانستل ځنډوي.

https://p.dw.com/p/QXBC
انځور: AP

د روان کال د سپتمبر د مياشتي د اتلسمي نيټې راپدي خوا، کله چي په افغانستان کي پارلماني ټاکني تر سره سوې، نوي پارلمان لا تر اوسه کار نه دی پيل کړي.

په همدي حال کي ځيني راپورونه دا هم ښيي چي لوی څارنوال د ټاکنو د پايلو د لغو کيدو غوښتنه هم کړي. دغه حالت افغانستان يو ځل بيا د سياسي بحران په لور روان کړی دی.

دغه سياسي بحران د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر، بارک اوباما، ته هم ډير زورونکی دی، ځکه چي دی اوس د افغانستان د ستراتيژۍ د څېړلو په حال کي دی او نه غواړي د کابل څخه د سياسي بحران خبر واوري.

د افغانستان پر ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو باندي د درغلیو له امله ډيري نيوکي سوي او دغو نيوکو دا سوال هم را منځ ته کړی چي، آيا کرزی د متحده ايالاتو او ناټو لپاره يو ښه متحد دی او که نه.

دا په داسي حال کي ده چي امريکا او ناټو د افغانستان سره د دوامداره همکاريو وعدې کړي.

د پارلماني ټاکنو ورستۍ پايلي د ډسيمبر د مياشتي په لومړۍ نېټه اعلان سوې. د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون چارواکو د نومبر د مياشتو په اخرو کي ويلي ول چي نوی پارلمان به د يوې اونۍ په اوږدو کي جوړ سي او په کار به پيل وکړي خو تراوسه لا هم د پارلمان د جوړيدو لپاره کوم خاص کوښښ نه دی سوي.

د پخواني پارلمان د مشر، محمد يونس قانوني په ګدون د نن د سلو په شاوخوا کي د پارلمان غړي د ولسي جرگې په وداني کي سره را ټول سوي ول ترڅو د څپل راتلونکي ګام په اړه خبري اتري وکړي.

د بدخشان د ولايت استازي، فوزيې کوفي، رويترز خبري اژانس ته ويلي: « موږ حامد کرزي ته د پارلمان د پرانيستلو په خاطر يو ضرب الاجل ټاکو. هغه نسي کولای چي د پارلمان پرانيستل نور وځنډوي.»

هغې د نورو غړو په استازيتوب وويل چي د افغانستان لوی څارنوال حق نه لري چي د پارلماني ټاکنو پايلي لغو کړي. هغې دغه راز زياته کړه چي نوی پارلمان به د کرزي د دولت لپاره يو قوي اپوزيسيون وي او د همدې لپاره کرزی پر دغو ټاکنو نيوکي کوي.

د افغانستان په پارلماني ټاکنو کي نوماندانو د سياسي حزبونو په استازيتوب نه دي کانديد سوي او د قومي او سميه ايزو ارزښتونو په اساس د سياست ډکرته لاره پيدا کړې.

د افغانستان په نوي پارلمان کي به د تاجک او هزاره استازو شمېر ډير وي چي دوی به د حامد کرزي ډيری پاليسي د ننګونو سره مخ کړي.

د افغانستان په پارلمان کي لا تر اوسه کوم قوي اپوزيسيون نه دی جوړ سوی او استازي د قومي، منطقوي او شخصي سليقو پر اساس رايي ورکوي.

د شنبې په ورځ په تلويزيونونو کي داسي راپورونه خپاره سول چي گواکي د افغانستان لوی څارنوال، محمد اسحاق الکو، د ستري محکمې څخه غوښتي ترڅو د پارلماني ټاکنو پايلي لغو کړي.

دا په داسي حال کي ده چي ډير شمير پارلماني نوماندان او د ټاکونو د خپلواک کمېسيون غړي د درغليو په اړه تر پوښتنولاندي دي او د ناکامو پارلماني نوماندانو او د هغوی ملاتړ کونوکو لاريونونه په لاره اچولي تر څو رايي بيا وشميرل سي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکی: نجيب الله زيارمل