1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د وولف په هکله د دویچه ویله د انټرنیټي پاڼو لیدونکي څه وايي؟

۱۳۹۰ دی ۱۶, جمعه

له آسیا څخه نیولې تر افریقا پوري، د دویچه ویله د پاڼو لیدونکي کابو ټول یو نظر لري، هغه دا چې د ولسمشر، کریستیان وولف، پر سر بحث پر ځای دئ. دوی واېي چې د ولسمشر ولف قضیه باید روښانه شي.

https://p.dw.com/p/13fOr
د آلمان غږ د فیس بوک ډیری لیدونکي د ولف د فضیې د څیړلو سره موافق دي
د آلمان غږ د فیس بوک ډیری لیدونکي د ولف د فضیې د څیړلو سره موافق ديانځور: dapd

د آلمان ولسمشر له هغه وروسته خپل محبوبیت لا ډیر له لاسه ورکړ چې په یوه مرکه کې ئې د استعفا نه کولو خبره وکړه. اوس نو نه یواځي د آلمان په دننه کې، بلکي له دغه هیواد څخه دباندي هم عامه نظریات هغه ته په ښه سترګه نه ګوري.

د دویچه ویله د ایران د څانګي په فیس بوک کې یو تن لیکي، «زه په دې نظر یم چي نوموړی حساب او کتاب ته کښینول شي.» خو یو بل ایراني بیا لیکي: « دا ښه ده چې آلمان د خپل ولسمشر قضیه یوه افتضاح بولي، خو راشئ ایران ته، چې په ميلیاردو ډالر اختلاس کیږي، موږ دې ته څه ووایو؟»

له دارالسلام، څخه، حلیمه د دویچه ویله د افریقايي له څانګي په پاڼه کې لیکي، «د آلمان ولسشمر وولف خو له خپل ملګري څخه پور اخیستی دئ، دلته سیاستوال نیغ په نیغه له مالیه ورکوونکو څخه پیسې اخلي.»

د دویچه ویله د پښتو پاڼي لیدونکي، زلمي غمي په فیس بوک کي لیکلي دي، « د داسې جمهور رئیس دي د مور شیدې سي چي خپله ملامتیا مني. تاسي راسئ زموږ واکدرانو ته وګورئ چي هر څه ئې کړي وي، ولا که سر لا خلاصوي. آلمان دي د خدای ارمان نه کوي چې داسي جمهور رئیس لري.»

د دویچه ویله د دري خپروني په فیس بوک کې یو تن لیکي، « که داسې پېښي په افغانستان کي رامنځ ته شي نو د ګیلې وړ خبره نه ده، ځکه چي ټول ارګانونه فاسد دي او د دیموکراسۍ نخښه نښانه هم نه شته. خو د آلمان په څیر هیواد کې چې پکښي دیموکراسۍ واکمنه ده، کریسیتیان وولف باید هغې ته درناوی وکړي او له خپلي دندي استعفاء وکړي.»

د دري د څانکي یوه بله لیدونکې، لیلما نورستاني، لیکي، «زه له دې نظر سره موافقه یم، خو دا چي ښاغلی وولف پر خپلي ملامتیا اعتراف کړی دئ، دا یو ستر شهامت دئ.»

د دویچه ویله د روسي ژبې د پاڼې په فیس بوک کې د آلمان د ولسمشر قضیه د روسیې له روان سیاسي وضعیت سره پرتله شوې ده.

جولي لیني ایف لیکي، «د روسیې د معیارونو له مخې د آلمان ولسمشر وولف کوم خراب کار نه دئ کړی، خو کوم بحث چی اوس د هغه پر سر روان دئ صحیح او درست دی.» بل روسی، میخایل ګوتسولیاک، لیکی، «زه د آلمان مطبوعاتو ته د درناوۍ سر ټيټوم چې ژورنالستان حتی خپل ولسمشر هم داسي په اسانۍ سره نه خوشي کوي.»

عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش