د وينو کال: ٢٠٠٧
۱۳۸۶ آذر ۱۲, دوشنبهاعلان
طالبانو په دغه کال کښې د خپلو ټولو امکاناتو څخه استفاده کړی ده، تر څو بهرني قوتونه له افغانستان څخه وباسي. دا خبره د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال عظيمی کړی ده. خو د هالند دغه تصميم چې دوی به خپل عسکر دوه کاله نور هم په افغانستان کې پاتي شي، د طالبانو هيلې غلطی ثابت کړی دي.
سږ کال په افغانستان کې ټوا ټال شپږ زره خلک د جگړی قربانی گرځيدلي دي. په دی کې دوه سوه بهرني عسکر او زر افغان امنيتي منسوبين هم دي.