1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ويټنام د جگړې پوښتنه د افغانستان په برخه کي هم صدق کوي؟

۱۳۹۰ بهمن ۲, یکشنبه

په داسي حال کي چي له افغانستان څخه د متحده ايالاتو د جنګي سرتيرو د وتلو لړۍ لا مخکي پيل شوې ده، د ويتنام د جګړې د ورستيو کلونو په وخت کي د امريکايي سناتور جان کيري يوه تاريخي پوښتنه بيرته تازه شوي ده.

https://p.dw.com/p/13o1M
د ويټنام په جگړه کي امريکايي سرتيري
د ويټنام په جگړه کي امريکايي سرتيريانځور: AP

د ويتنام د جګړې پخواني سرتيري او د متحده ايالاتو د ولسمشرۍ کانديد جان کيري په ۱۹۷۱کال کي د متحده ايالاتو د سنا په مجلس کي د ويتنام جګړې دوام تر پوښتني لاندي راووست او پايلي ئې د امريکايي سرتيرو له پاره ګواښ ورکونکي وګڼلې.

کيري هغه وخت د سنا غړو ته وويل: «تاسي څرنگه له يوه سرتيري څخه غواړي چي هغه دي د وژلو له پاره د وروستي سرتيري په توګه هلته پاته شي!»

له دې جګړې څخه څلويښت کاله وروسته اوس ځيني لويديځ چارواکي وايي چي دغسي يوه پوښتنه بايد د افغانستان په هکله هم وشي.

ټاکل سوې ده چي د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووزي. اوس بايد دې پوښتني ته ځواب پيدا سي چي آيا د افغانستان جګړه ګټل کيږي که بايلل کيږي او که يا هسي بېله کوم پلان څخه د سرتيرو د ايستلو تصميم نيول شوی دئ.

دغي پوښتنه له هغه وروسته زيات اهميت پيدا کړ چي د فرانسې ولسمشر، نيکولا سارکوزي چي د ولسمشرۍ ټاکني ئې په مخ کي دي په افغانستان کي د څلور فرانسوي سرتيرو له وژلو وروسته د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چي که په وضعيت کي بدلون رانشي، ښايي له افغانستان څخه تر ټاکالي مودې مخکي خپل سرتيري را وباسي. فرانسه په افغانستان کي ۳۶۰۰ سرتيري لري.

په کابل کي د ايساف وياند، بريد جنرال کارستن ياکوبسن وايي چي د سناتور جان کيري.«پوښتنه په هغه اندازه زړه ده» لکه د ويټنام جګړه. معني دا چي هغه د افغانستان د جګړې په هکله صدق نه کوي.

هغه وويل: «موږ ټول پوهيږو چي په افغانستان کي ورستۍ پريکړه د جګړې ډګر نه دئ.»

ياکوبسن دا ردوي چي د افغانستان او ويټنام د جګړو ترمنځ ورته والي موجود دئ، خو هغه اعتراف کوي چي ځيني« کسان شته چي دغي جګړې ته د ويټنام د جګړې په شان گوري.»

د ايساف دغه وياند يادونه کوي:«ددې جگړه ستر توپير دا دئ چي دلته يوازي امريکايان نه دي، بلکي د ۵۰ هيوادونو ايتلاف دئ چي دلته سرتيري لري.»

د ايساف وياند په داسي حال کي چي د ناټو ځواکونو د عملياتو په نتيجه کي د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلو باندي اعتراف کوي زياتوي:«د ويټنام په جګړه کي د ناپالم بمونو استعمال، او د جګړو د نورو ناخوالو له امله کوم اخلاقي فشار چي رامنځ ته شوی وو، دلته ( په افغانستان کي ) داسي څه نه ليدل کيږي.»

خو هغه اعتراف کوي چي په افغانستان کي هم ځيني غلطۍ وشوې. د هغو په جمله کي يوه دا وه چي د افغانستان د ملي اردو روزني ته زياته پاملرنه ونه شوه.

ياکوبسن زياته کړې ده چي په افغانستان کي ډيری بهرني سرتيري د خپلي خوښي سرتيري دي، هغوی د ويټنام د جګړې په څير اجباري عسکر نه دي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل