1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ويډيو په اړه افغان ولسمشر سخت غبرگون وښود

۱۳۹۰ دی ۲۲, پنجشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي د هغي ويډيو په اړه غبرګون ښوولی دئ چي پکښي له احتمالي امريکايي سمندري سرتيري له خوا درو تنو وژل سوو افغانانو ته بې حرمتي سوې ده.

https://p.dw.com/p/13iF4
افغان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزیانځور: dapd

ولسمشر کرزي دغه عمل په کلکه غندلی دئ او ويلي ئې دي چي دغي ويډيو د افغانستان دولت ډير خواشينی کړی دئ.

د ولسمشر د دفتر له خوا په يوه خپره شوې بيانيه کي د احتمالي امريکايي سرتيرو دا عمل غيرانساني بلل شوی دئ. په وينا پاڼه کي زياته شوې ده چي افغان حکومت دا ويډيو سخته غندي.

ولسمشر کرزي دغه راز له متحده ايالاتو څخه غوښتي دي چي دا موضوع په دقيقه توګه وڅېړي او عاملينو ته ئې سخته سزا ور کړي.

په خپره شوې ويډيو کي څلور تنه بهرني سرتيري ښوول شوي دي چي د طالبانو درو تنو وژل سوو کسانو ته سپکاوی کوي او پر هغوی ملنډي وهي.

د ولسمشر کرزي تر څنک دغي ويډیو د عامو افغانانو په منځ کښي هم سخت غبرگونونه را پارولي دي. د کندهار ولايت څو تنو اوسيدونکو چي يو تن ئې ځان عبدالمالک معرفي کوي په کندهار کي دويچه ويله پښتوويبپاڼي ته وويل چي دغه ډول کړني د زغملو نه دي.

«دا چي امريکا هر ډول دښمني زموږ سره لري هغه جلا خبره ده خو له مړو سره دغه ډول چلند نه کوي. دا په هيڅ دين کي نسته. دغه خلک بايد سخته سزا وويني.»

که څه هم چي دوو تنو امريکايي چارواکو د نوم د نه اخيستلو په شرط رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چي په ويډيو کي ښوول سوي کسان امريکايان دي. خو دغه آژانس لا تر اوسه په مستقله توګه داسي شواهد په لاس کي نه لري چي وښيي په ويډيو کي ښوول شوي کسان امريکايي سرتيري دي.

د ويديو تر خپريدو وروسته طالبانو هم غبرگون ښوولی دئ او ويلي ئې دي چي دا به د طالبانو او امريکايانو تر منځ د سولي روان بهير او د بنديانو تبادله زيانمنه نه کړي.

د طالبانو يوه وياند په افغانستان کي رسنيو ته ويلي دي، چي له امريکا سره ئې خبري په لومړني پړاو کي دي او دغه ډول کارونه به هيڅ ډول منفي اغېزه ورباندي و نه کړي.

خو د افغانستان د سولي د عالي شورا يوه غړي ارسلا رحماني، بيا ويلي دي چي دغه راز کړني به په افغانستان کي د سولي پرهلو ځلو ډيرې منفي اغيزي ولري.

ناټو هم پخپل وار سره د ويډيو په اړه په غبرگون کښي د پنج شنبي په ورځ وويل چي په ويډيو کي ښوول شوي کسان نور په ناټو کي دندي نه لري. ناټو په يوه وينا پاڼه کي ويلي دي چي په ويډيو کي ښوول شوي اعمال د توضيح وړ نه دي او د ناټو له معيارونه سره سر نه خوري.

ناټو ويلي دي چي هغه کسان چي په ويډيو کي ښوول شوي دي ښايي څلور امريکايي سرتيري وي چي اوس د ناټو تر مشري لاندي په افغانستان کي دنده نه لري. د ناټو په بيانيه کي په ويډيو کي د ښوول شوو امريکايي سرتيرو هويت نه دئ روښانه سوی.

د امريکا سمندري ځواکونو هم خپره شوې ويډيو غندلې ده او ويلي ئې دي چي په اړه به ئې پلټني پيل کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل