1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ويکيليکس نور اسناد به د امريکا او د هغه د متحدينو گټو ته تاوان ورسوي

۱۳۸۹ آذر ۷, یکشنبه

نړيواله انترنيټي شبکه ويکيليکس په پام کي لري چي نن د امریکا د متحده ايالاتو په شمول د نړۍ د مختلفو هيوادونو په ملينونو محرم معلومات خپاره کړي.

https://p.dw.com/p/QKN0
انځور: picture alliance/dpa

د رپوټونو له مخه هيوادونه ويره لري چي له دې بربنډونو سره ښايي د هغوی ډير محرم اسنادو او اړیکو ته تاوان ورسيږي.

د امریکا د متحده ايالاتو لوړپوړو چارواکو څو ورځي د مخه خبرداری ورکړی و چي که چيري ويکيليکس دداسي اسنادو په خپرولو لاس پوري کړي ددغه هيواد او نورو متحدو هيوادونو لکه استراليا، برتانيه، کاناډا، اسرايل او ترکيې محرمانه اړيکړو ته سخت توان ورسوي.

خو د ويکيليکس مؤسس جوليان اسينج او د هغه مدافع وکيل په يو ليک کي رسنو ته ويلي دي چي د امريکا د متحده ايالاتو دغه ډول خبرداری چي ګواکي ددې اسنادو په خپرولو سره بېګناه خلکو ته تاوان رسيږي د هغه هڅي په توګه رد کړه چي غواړي ددې اسنادو د بربنډولو مخه ونيسي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چي د ويکيليکس دغه اقدام د امريکا د متحده ايالاتو د معلوماتو د قانون خلاف عمل دی او د ويکيليکس څخه يې غوښتنه کړې چي ددې څخه ډه ډه وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت د حکومتي چارو مشاور هيرول کوو وويل: « موږ د ويکيليکس سره د هغو اسنادو په هکله چي دوی يې بربنډول غواړي او په غيري قانوني توګه يې تر لاسه کړې دي خبرو اترو ته نه کښنې نو.»

ويل سوي دي چي نيويارک ټايمز، ګاردين د المان دير شپيګل د هسپانيې الپايز او د فرانسې ليمو ورځپاڼي ښايي لومړي نړيوال مطبوعات وي چي ددې اسنادو په اړه خپلي ارزوني خپرې کړي.

ويکيليکس ويلي دي چي په دغو نوو بربنډونو کي به د عراق د جګړې په اړه تر هغه اووه چنده نور ډير وي لکه مخکي چي خپاره سوې ول. د عراق په اړه د مخکنیو محرمو اسنادو شمېر ۴۰۰۰۰۰ ول.

د امریکايي تلويزوني شبکې سي ان ان د معلوماتو له مخه د امريکا متحده ايالاتو د ټولو ځواکونو لوی درستيز مايک مولن د ويکيليکس څخه غوښتي دي چي د نورو اسنادو د بربنډولو څخه ډه ډه وکړي.

د برتانيې حکومت د خپل هيواد د ورځپاڼو د مسوولينو څخه غوښتنه کړې چي د خپل هيواد ملي امنيت په پام کي و نيس او د هغو اسنادو د خپرولو څخه ډه ډه وکړي چي تاوان يې ټولو ته رسيږي.

سنډې ټايمز د برتانيې د حکومت د يو چارواکي د خولې ويلي دي چي هغه په اسلامي هيوادنو کي برتانوي اتباعو ته خبر داری ورکړی چي د خپل مسوليت خيال وساتي ځکه د داسي اسنادو خپرېدل ښايي د ځينو افراطينو د حملو هدف وګرځي.

د روسيې مشوري ورځپاڼي کوميرسانت ويلي دي چي په دې اسنادو کي د امريکايي او روسي سياستوالو محاورې او د هغوی « غيري موفيدي ارزوني شاملي دي»

د فرانس پرس خبري آژانس د يو رپوټ له مخه د ترکيې رسنيو ويلي دي چي ښايي د ويکيليکس په دې اسنادو کي د ادعاو له مخه داسي يادوني سوي وي چي ګواکي ترکيې په عراق کي د القاعدې سره مرسته کړې ده او د امریکا متحده ايالاتو په عراق کي د کردي ياغيانو سره مرسته کړې وي چي د ترکيې پر ضد و جنګیږي.

که څه هم امریکايي چارواکو تر اوسه پوري ددې خبري تايد نه دی کړی چي دا اسناد د کومي سرچینې لخوا ويکيليکس ته ورکړل سوی. خو د رپوټونو له مخه د امريکا د متحده ايالاتو د پوځي استخباراتو يو پخواني اجنټ برادلي مننګ دي دا کار کړی وي.

دغه سړی وروسته له هغه چي ويکيليکس د لومړی ځل لپاره يو ويډيويي رپوټ خپور کړ و نيول سو. په دغه ويډيويي رپوټ کي ښودل کيږي چي امريکايي هوايي بمباریو په بغداد کي ملکي خبريالان وژني.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل