1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ويکيليکس په اړه د افغان حکومت غبرگون

۱۳۸۹ آذر ۸, دوشنبه

افغان حکومت وايي چي هغه اسناد چي تازه د ويکيليکس لخوا خپاره سوي دي د افغانستان او امريکا د متحده ايالاتو پر اړیکو باندي به کوم منفي تاثير و نه لري.

https://p.dw.com/p/QKzw
انځور: DW/Farahmand

د ولسمشر کرزي وياند وحيد عمر نن په کابل کي په يو خبري غونډه کي وويل چي د ويکيليکس لخوا په افشا سوو اسنادو کي د افغانستان په اړه نوي معلومات خپاره سوي وي، موږ به تر پلټونو وروسته خپل غبرګون و ښه يو.

« زموږ او د امريکا د متحده ايالاتو اړیکي ستراتيژيکي او ډيري ټنګي دي او دواړو خواو پر منافعو باندي ولاړي دي. د ويکيليکس په اسنادو کي د افغانستان په اړه څه نه دي راغلي او نه هم دغه اسناد د امریکا او افغانستان اړيکو ته توان ورسوي.»

په هغه نوو محرمو اسنادو کي چي تيره ورځ د ويکيليکس انټرنيټي شبکې لخوا خپاره سول د امريکايي ډيپلوماټو لخوا پکښي راغلي دي چي جمورريس حامد کرزی يو ډير ضعيف رهبر دی، واقعيتونه نسي درکولای او ډيری وخت تر توطيو لاندي راځي.

خو د کرزي وياند عمر ويلي دي چي « د ولسمشر کرزي په اړه دا نوي خبري ندي، د هغه په اړه څو ځله داسي څرګندوني سوي دي. ولي ولسمشر کرزی د هغه څه په اړه چي فکر کوي هغه د افغانانو د پاره سوله ده.»

د ويکيليکس لخو په خپاره سوو نوو اسنادو کي دغه راز راغلي چي د ولسمشر کرزي پخواني معاون احمد ضيا مسعود په يو سفر کي د عربو متحدو اماراتو ته ۵۲ مليونه ډالره انتقال کړي دي.

د ولسمشر کرزي وياند وويل چي په دې اړه به پلټني وسي.

وحيد عمر دغه راز وويل چي افغان حکومت تر اوسه پوري دغه اسناد نه دي مطالعه کړي د اړتيا په وخت کي به ددې موضوع په اړه خپل غبرګون ښکاره کړو.

په نوو محرمو اسنادو کي دغه راز راغلي دي چي د ولسمشر کرزي ورور احمد ولي کرزی چي د کندهار د ولايتي شورا ريس دی د مخدره موادو د قاچاقبرو سره لاس لري او امريکايي چارواکو د هغه غوښتنه کړې دي چي په دې لټه کي سي تر څو یو ښه نوم ولري.

حسين سيرت/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل