1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ويکي ليکس مؤسس جوليان اسانژ په لندن کي بندي دی

۱۳۸۹ آذر ۱۷, چهارشنبه

تر څو اونيو ځنډ او پټيدو وروسته بلاخره جوليان اسانژ په لندن کي پوليسو ته ځان تسليم کی . د لندن عدلي مقامات اوس بايد سويډن ته د ويکي ليکس د مؤسس پر سپارلو غور وکي ، چي دده د بنديګرت امر يې صادر کړی دی

https://p.dw.com/p/QStV
جوليان اسانژ
جوليان اسانژانځور: Picture alliance/dpa

دی بايد لږ تر لږه د دسمبره تر 14 پوري په بند کي پاته شي . دغه پريکړه د برتانيې يوې محکمې وکړه او د ضمانت په مقابل کي يې د اسانژ د آزادولو عريضه ونه منله.

دغه آسټرليايي تبعه د سه شنبې په ماپښين په لندن کي د پوليسو يوه ماموريت ته ورغی او ځان يې تسليم کړ . د دوشنبې په ورځ دده د ګرفتارۍ لپاره د سويډن څخه يوه نوی د ګرفتاری حکم لندن ته رارسيدلی وو، کوم چي د سه شنبې په ورځ برتانوي پوليسو ته دا موقع ورکړه چي دوی د اسانژ د نيولو اقدام وکړي .

پر ده باندي په سويډن کي دا تور لګول شوی دی چي پر دوو ښځو يې جنسي تيری کړی دی . اسانژ دا تورونه ردوي او وايي چي دا دده پر ضد يو سياسي کمپاين او سازش دی . دده وکيله جينيفر روبنسون دده نيونه غندلې ده . دا وايي:

« دا يو ډيره بي انډوله کار دي . مونږ ته هغه ټول ثبوتونه هم نه دي وړاندي شوي چي پر اساس يې اسانژ نيول شوی دی . دی تر اوسه د هغه ټولو تورونو څخه خبر نه دی چي سړی يې پر ده لګوي . هغه هم په يوه ژبه چي دی ورباندي پوهيږي ،يعني په انګيسي ژبه . دا د بشري حقونو او د اروپايي ټولني د بشري حقونو د ټولو تړونو پر ضد يو کار دي.»

Assange Festnahme 2010 London NO FLASH
انځور: AP

د اسانژ وکيلان غواړي چي سويډن ته دده د تسليمولو مخه ونيوله شي . دوی ددې ويره لري چي سويډن به بيا دی امريکا ته وسپاري . برتانوي حقوق پوه جوشوا روزنبيرګ په دې اړه وايي:

« که چيري داسي لاري موجودي وي چي د هغې څخه په کار اخيستولو سره دی امريکا ته ورکول کيدلی شي، نو بيا دی ددې لپاره ښه دليل لري چي سويډن ته د تلو انکار وکړي»

د سويډن د عدليې مقاماتو لخوا سويډن ته دده د تحويلولو هڅي به څو اوونۍ دوام وکړي . ځيني برتانوي وکيلان دده لپاره په دې کي ښه چانس ويني چي دی سويډن ته تحويل نسي، تر څو په سويډن کي دده پر ضد کومه دعوه راپورته شوي نه وي.

د ويکي ليکس د پاڼي فعاليت کونکو د ټويټر نومي انټرنټي خدماتو له لاري دا اعلام وکړ چي دوی به د اسانژ پر ګرفتارۍ سربيره هم د نورو محرمو اسنادو خپورلو ونه دروي . دوی وويل چي بله خپرونه به د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت نور ډير اسناد ولري .

د امريکا حکومت تر اوسه د اسانژ د ګرفتاری په اړه په خپلو غبرګونو کي د ډير احتياط څخه کار اخيستی دی.

تر ټولو واضح عکس العمل په دې مورد کي د امريکا د دفاع د وزير روبرټ ګيټس لخوا ښکاره شو . د نيورک ټايمز د يوه خبر له مخي کله چي ده پرون کابل ته د سفرپه لور د اسانژ د نيولوخبر واوريدی نو، ويويل چي دا خبر د يوه ښه خبر غوندي په غوږو لګيږي.

په واشنګټن کي د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت وياند فليپ کراولي ددې پوښتني په ځواب کي چي ايا امريکا به د تحويلي درخواستي ورکړي او که نه، داسي وويل:

« دا ګرفتاري اوس د سويډن او د برتانيي د حکومتونو تر منځ موضوع ده.»

ټورسټن هون/ بريښنا صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري