1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د وچې ډوډی پاتېښونې هم ډير گران دي

۱۳۸۷ اردیبهشت ۱۳, جمعه

په نړی کې د خوارکي موادو کمئ په افغانستان کښې د نورو هېوادونو په پرتله ډير زيات ليدل کېږی.

https://p.dw.com/p/DsCx
په کابل کې د ملگرو ملتونو د غذايي موادو د پروگرام
په کابل کې د ملگرو ملتونو د غذايي موادو د پروگرامانځور: picture-alliance / dpa

د غنمو بيه د دريو مياشتو په اوږدو کې پنځه اويا په سلو کې قيمته شوی ده. خلک د امريکايانو په مرسته د کرزي حکومت ته دير په قار دي. په چادري کې پټه يوه پښتنه مېرمن وايي:

«کرزی پاچا دی او دا زموږ ژوند دی» په دی وخت کې د دغې مېرمن نه کلن زوی په يوه پرچه وچه ډوډی ژويی. مېرمن زياتوی: «د هغې راهېسی، کله چې امريکايان راغلی دي، هېڅ شی ارزانه نه دی».

د اسيا لپاره د ملگرو ملتونو د غذايي موادو د پروگرام WFP مشر ښاغلی انتوني بان بوري وايی:
تېر کال هم خواراکي مواد شپيته په سلو او سږ کال پنځه اويا په سلو کې گران شول. د طالبانو د رژيم له نسکوريدلو څخه وروسته دا لومړی ځل دی، چې د ملگرو ملتونو د غذايي موادو پروگرام نه يوازی په کليو، بلکې په ښارونه کې هم خوراکي مواد خلکو ته وېشی.