1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د وژل سوو ۲۱ افغان سرتيرو جسدونه کورنیو ته وسپارل شول

حسين سيرت / شمس الرحمن ناصر۱۳۹۲ اسفند ۵, دوشنبه

د ملي اردو د هغو ۲۱ تنو سرتیرو جسدونه چې د کنړ ولایت د غازي آباد په سیمه کې وژل شوي ول خپلو کورنیو ته وسپارل شول. د افغانستان د دفاع وزیر وویل چې دغه پيښه د پوځ د بدل اخیستلو روحیه نوره هم پياوړې کوي.

https://p.dw.com/p/1BEVr
انځور: Hussain Sirat

وروسته د هرو څو دقیقو څخه د ملي اردو د هیلیکوپترونو غږونه اوریدل کېږي. د هغو سرتېرو جسدونه چې د یکشنبې په ورځ د کنړ په پيښه کې وژل شوي ول په دریو هیلې کوپټرونو کې کابل ته ولیږدول شول.

د دغو ۱۷ تنو سرتیرو جسدونه په منظم ډول په یو اوږد کتار کې په داسې شان سره ایښودل شوې وو چې تابوتونه يي د افغانستان په بیرغ او گلانو پوښل شوې ول.

د قربانیانو کورنۍ له خوست، بغلان، بامیان، بدخشان او پنجشیر له ولایتونو څخه د خپلو عزیرانو د جسدونو د تر لاسه کولو له پاره پلازمېنې کابل ته ورغلي ول. ډیر شمیر امنیتي چارواکو په دغو مراسمو کې گډون کړی وو.

« د انتقام اخيستلو روحيه»

د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله محمدي، د دوشنبې په ورځ« کب د میاشتې۵ مه» په دغو مراسمو کې چې د سردار محمد داود خان په روغتون کې د ملي اردو د وژل شوو سرتیرو په ویاړ جوړ شوي ول وویل: « که هغوې فکر کوې چې په دي ډول بریدونو سره به زمونږه روحیه کمزورې کړي، نه داسې نه ده. نه یوازې دا چې زمونږ روحیه نه کمزورې کیږي بلکې زمونږ د انتقام اخیستلو روحیه پیاوړې کوي. نه یوازې مونږ، زمونږ د امنیتي ځواکونو بلکې د افغانستان شریف ولس چې تیره ورځ له دې پيښې خبر شول په لسکونو او سلگونو تلیفونونه يي وکړل او تسلیت يي ووايه.»

د افغانستان د دفاع وزیر وویل چې دا برید د ډیورنډ تر کرښې پورې غاړه پلان شوی او ډیر شدید برید وو. ښاغلي محمدي زیاته کړه چې دا لومړی برید نه وو او دا به وروستی برید هم نه وي.

د افغانستان د سیاسي چارو څیړونکي بیا وايي چې حکومت ته په کار دي چې خپل استخباراتي ظرفیتونه لوړ کړي تر څو لکه د غازي آباد د پیښې په شان سرتیري غافلگیره نشي او د دا ډول پيښو په تکراریدو سره له افغانستان څخه د دفاع په برخه کې د ملي اردو مورال ضعیفه نشي.

د پوځي چارو کارپوه جاوید کوهستاني په دي هکله وویل:« د دا ډول پيښو د مخنوي لارې، د کشفي او استختباراتي ارگانونو د فعالیتونو ډیرول او له سیمه ییزو خلکو سره د ملي اردو د اړیکو منع کول دي».

« زمونږ په کورنۍ کې محشر دی»

Afghanistan Gedenkveranstaltung für 21 getötete Soldaten in Konar
انځور: Hussain Sirat

د دغو سرتیرو د کورنۍ غړي وايي چي ډير اندېښمن دي، ځکه د دوی په وينا ډيری دغه پوځیان د خپلو کورنیو له پاره یوازني نفقه پيدا کوونکي ول. په دغو وژل شوو سرتېرو کې یو هم د سفر محمد د آکا زوی دی. سفر محمد وايي:« دا شهید بې له خدای پاک څخه بل هیڅ څوک هم نه لري. له دربدرۍ څخه ملي اردو ته راغی او دلته شهید شو. یوه خور او دوه کوچنیان ورونه لري نه پوهیږم چې د هغوی راتلونکی به څنگه وي».

رسول چې په دغه پيښه کې يي خپل ورور له لاسه ورکړی وايې چې د خپل ورور د کورنۍ برخه لیک ته اندېښمن دی.« زمونږه کورنۍ له آسمان څخه مځکې ته ولوېده. مونږ ټول په خاورو او وینو کې پراته یو. زمونږ په کورنۍ کې محشر دی».

دا په داسې حال کې ده چې د پارلمان یو تن استازي بکتاژ سیاوش له څلورو ورځو راهیسې د افغانستان د پارلمان په الحاقه کې پر احتصاب لاس پوري کړی دی. د پارلمان د دغه استازي غوښتنه دا ده چې د افغان امنیتي ځواکونو قربانیانو ته دې درناوی وشي او ولسمشر کرزی دې د هغو له کورنیو سره ووینې او همدردي دې ورسره وکړي.