1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د وژل شوو کان کیندونکو شمیر تر ۳۰ واوښت

۱۳۹۱ مرداد ۲۷, جمعه

د جنوبي افریقا د پولیسو له خوا پر اعتصاب کوونکو کان کیدونکو باندي په ډزو کي د وژل شوو کسانو شمېر تر دیرشو تنو اوښتی دئ. دغو کسانو له څو ورځو راهيسي اعتصاب پيل کړی دئ.

https://p.dw.com/p/15rbF
انځور: picture-alliance/dpa

د پنجشنبې په ورځ «د ۲۰۱۲م کال د اگست ۱۶مه نیټه» په درنو وسلو سنبال پولیسو چې د پوځي موټرو ملاتړ ئې هم له ځان سره لاره، د ماریکانا د پلاتینو کان ته څیرمه په لومړي سر کې پر اعتصاب کوونکو اوښکې بهوونکی گاز وپاشه. د رپوټونو په حواله په دغه خونړۍ پیښه کې تر ۳۰ څخه زیات کسان وژل شوي او یو شمیر ډیر نور کسان هم ټپیان دي.

د رویترز خبري آژانس خبر ورکړی دئ چې پولیسو پر اعتصاب کوونکو باندې د کلاشنکوفونو ډزې کړي دي. په عین وخت کې د فرانسې خبري آژانس خبر ورکړی دئ چې د پولیسو له خوا د اوښکې بهوونکي گاز تر شیندلو وروسته ډیر کسان پر ځمکه ولوېدل او له هغوې څخه وینې بهیدې.

خو د المان خبري آژانس بیا خبر ورکوي چې اعتصاب کوونکو لومړی پر پولیسو باندې ډزې کړې دي. دغه خونړۍ پېښې له پلازمینې جوهانسبرگ څخه په سل کیلومتري کې رامنځ ته شوي دي.

د کان کیدونکي او د کارگرانو د اتحادیې شاوخوا ۳۰۰۰ تنه غړي له تیرې یوې اونۍ څخه په لاریون لاس پوری کړی دئ. د هغوی غوښتنې لا تر اوسه نامعلومه دي. زیاته شوې ده چې دغه اتحادیه غواړي چې د پلاتین په کانونو کې د خپل غړیتوب موده اوږده کړي.

په دغو نښتو کې چې له تیرې ورځې راهیسي پیل شوي دي ډیر شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د جنوبي افریقا د پولیسو مشر د جمعې په ورځ «د ۲۰۱۲م کال د اگست د میاشتې ۱۷مه نیټه» له یوې ځایي راډیو سره په مرکه کې وویل چې د وژل شوو کسانو شمیر تر دیرشو تنو اوښتی دئ. هغه زیاته کړې ده چې ده د پېښو په اړه د پلټونو غوښتنه کړې ده. د هغه په وینا «پولیسو هر هغه څه وکړل چې له وسه ئې پوره ول.... خو دا خلک (کان کیندونکي) دي چې نه په شا کیږي او جگړې ته اماده دي.

«خونړۍ ورځ»

شاوخوا ۳۰۰ تنه پولیسو د چهارشنبې په ورځ د نوموړي کان تر څنگ په راغونډیدو پیل وکړ. د رپوټونو له مخې په دغه ځای کې اسونه او څرخي الوتکې ځای پر ځای شوې وې.

د پولیسو ویاند دینس آدریو، د پنجشنبې په ورځ وویل: «دغه یوه ناقانونه غونډه ده. موږ هڅه کړې وه چې له دغو خلکو سره خبرې اترې وکړو او یو ځل بیا هم د خبرو اترو هڅه کوو. خو که چیرې دغه خبرې اترې ناکامه شي، ښایي موږ یو تکتیکي پړاو ته ورداخل شو.»

خو د کان کیدونکو او کارگرانو د اتحادیې مشر د پولیسو غوښتنه رد کړه او د اعتصاب جاري ساتلو ته ئې خپله ژمنتیا وښوده.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش