1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د وژل شوی افغان ملازم پیښه تر پلټنی لاندی ده

۱۳۹۰ مرداد ۲۶, چهارشنبه

په کابل کې د ناټو د مقر په دننه کی د یو افغان ملازم د وژلو پیښه اوس ناتو او افغان چارواکی تاییدوی. ناتو وایی چی هغه په قصد توګه وژل شوی نه دی. پیښه د افغان جنایی پولیسو له خوا تر پلټنی لاندی ده.

https://p.dw.com/p/12IKI
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: AP

پیښه د یکشنبي په ورځ رامنځ ته شوي چي اوس تر څیړونو لاندي ده ترڅو دا خبره روښانه شي چي ایا دغه افغان پاک کار کوؤنکي په قصدي توګه وژل شوی او که نه.

د حسيب الله کاکړ په نوم د وژل شوي ۲۱ کلن افغان ورور وايي چې د ده په اند ورور يي د يکشنبې په ورځ د ناټو د سرتیرو لخوا په تېروتنه کي ويشتل شوی. د ناټو ځواکونو د پیښي پخلی کړی خو وایي دا نه شي ویلای چې ډزې ولې او چا پیل کړي دي.

د بهرنیو ځواکونو لخوا د ملکي وګړو وژنه د ډیرې مودې راهیسي د حامد کرزي د دولت او د هغه د لوېدیځ والو ملګرو تر منځ د ناندریو یو لامل پاتي شوی دی. ښايي دغه نوې پېښه به په افغانستان کې د تاوتریخوالي لمن ته لا پسي اوور ووهي، چیري چی د ملکي وګړو وژنه تر خپلې لوړې کچې رسیدلې ده.

د ایساف ویاند، جمي کمینګز، د ورستۍ پیښي په اړه وایي چي د ایساف دغه پاک کاري کونکی کس د ډزو له امله وژل شوی. هغه زیاتوي چې په دې اړه پلټنې روانې دي خو ایساف په دې اړه څه نه دي ویلي چې دا ډزې د ایساف د کوم ساتونکي له خوا شوي او که نه.

د حسیب الله کاکړ۳۰ کلن ورور، احمد کاکړ، وایي چې هغه په کابل کې د ایساف په مقر کې د تیرو دوو کلونو راهیسې د پاکي کوؤنکي په توګه کار کاوه.

هغه د رویترز خبري اژانس سره خبرو پر مهال زیاتوي چي ورور یي د یو چا له خوا وژل شوی دی، خو هغه نه پوهیږي چې دا یو قصدي کار دی او که نه.

احمد کاکړ باوري لري چې د هغه ورور د ناټو د ځواکونو له خوا وژل شوی، ځکه چې هغوی یواځیني خلک دي چې د مقر دننه د وسلو سره ګرځي.

نوموړی زیاتوي چې هغه ته د ایساف د یو پرسونل له خوا ویل شوي چې حسیب په « تیروتني» سره وژل شوی دی. د کاګړ په حواله د هغه د ورور د ژوند د ژغورني لپاره عملیات هم ترسره شوی وو.

د کابل د پولیسو د جنایي جرمونو د څیړنی مشر، عبدالظاهر، هم د پیښي په اړه د جزییاتو له ورکولو څخه ډډه کوي او وایي چي لا د دغه کار لپاره وخت شته.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش