د وژل شوې آلمانۍ ژورنالیستې له پاره ویر
۱۳۹۳ فروردین ۲۳, شنبهآلمانۍ عکاسه ژورنالیسته انیا نیدرینگ هاوس، د افغانستان د ولسمشرۍ له ټاکنو څخه یوازې یوه ورځ مخکې د خوست په ولایت کې د یوه افغان پولیس له خوا ووژل شوه. په داسې حال کې چې د افغانستان امنیتي چارواکي د هغې له قاتل څخه تحقیقات کوي، د آنیا نیدرینگ هاوس، د نارد راین وېستفالن د ایالت د «هیوکستر» په ښار کې چیرې چې هغه زیږیدلې وه، د ځانگړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شوه. د هغې د ویر په مراسمو کې د کورنۍ غړو او د همکارانو په شمول یو گڼ شمیر خلکو گډون وکړ او د هغې له کورنۍ سره یې خپله خواخوږي څرگنده کړه.
انیا نیدرینگ هاوس، چې ۴۸ کاله عمر یې درلود، د امریکا متحده ایالاتو د غیر حکومتي خبري آژانس اسوشیتد پرس، له پاره کار کاوه. آنیا نیدرینگ هاوس، له خپلې کاناډایې همکارې کتي گانون، سره د خوست ولایت یوې سرحدې سیمي ته تللې وه چیرته چې هغوی غوښتل د افغانستان د دیموکراتیکو ټاکنو څخه د خپلو انځوورونو په واسطه نړیوال خبر کړي. پر دغې ژورنالیستې او د هغې پر همکارې د خوست ولایت د تڼیو په ولسوالۍ کې د پولیسو په امنیت لرونکي قرارگاه کې، يو پولیس په ناڅاپي توگه برید وکړ چې په نتیجه کې یې نیدرینگ هاوس، ځای پر ځای مړه او د هغې کاناډایي همکاره سخته ټپي شوه.
په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم له نسکوریدو راهیسې په افغانستان کې د رسنیو وده ډیره پراخه ده. خو په عین وخت کې د ژورنالستانو ژوند ته خطرونه هم وار په وار زیاتیږي. د نوموړې آلمانۍ له وژلو څخه څو اوونۍ مخکې په کابل کې یو سویډني او یو افغان ژورنالیست له خپلې کورنۍ سره د زور زیاتیو قرباني شو.
په منځني او نزدې ختیځ کې ژورنالستي فعالیتونه
نیدرینگ هاوس، یوه ډیر زړه وره ژورنالیسته وه. هغې د جگړې له ډگرونو څخه د انځورونو په چمتو کولو سره نړیوال شهرت پیدا کړ. د ژورنالیستانو له پاره د امریکایي جایزې، «پولیتڅر» دغې گټونکي له ۲۰۰۲ کال څخه له منځني ختیځ، لیبیا، افغانستان او پاکستان څخه رپوټونه ورکړي دي. د هغې د وژلو پیښه د هغو ژورنالیستانو زیار او ستونزو ته پام اړوي چې همدا اوس د جگړو او وسلوالو نښتو له ډگرونو څخه رپوټونه جوړوي. دا پیښه څرگندوي چې ژورنالیستان په ډیرو ناخوالو کې کار کوي او خپل ژوند له خطر سره مخامخوي ترڅو نړیوال د پیښو له جزئیاتو څخه خبر کړي.
د بی سرحده ژورنالیستانو د سازمان د معلوماتو له مخې د ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۳ میلادي کلونو پورې په ټوله نړۍ کې ۳۵۸ ژورنالیستان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي. د دغه سازمان د وینا له مخې سوریه، هند، فیليپین، سومالیا او پاکستان د ډیرو خطرناکو ځایونو څخه شمیرل کیږي.