1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د وکيلانو جنازې خاورو ته وسپارل سوې.

۱۳۸۶ آبان ۱۷, پنجشنبه

د افغانستان په پلازمېنه کابل کي نن پنځه تنه د پارلمان وکيلان او شپږ تنه د هغوی ساتونکي چي د بغلان ولايت د تيري ورځي په خونړي بريد کي وژل سوي وه خاورو ته وسپارل سول.

https://p.dw.com/p/DK82
د بغلان ولايت د تيري ورځي په پيښه کي د ورستي خبر له مخي شپيته تنه وژل سوي او له سلو څخه ډير ټپيان سوي دي.
د بغلان ولايت د تيري ورځي په پيښه کي د ورستي خبر له مخي شپيته تنه وژل سوي او له سلو څخه ډير ټپيان سوي دي.انځور: AP

د دوی د جنازې په مراسيمو کي د ولسمشر کرزي دواړو مرستيالانو د کابينې يو شمېر غړيو بهرنيو ډيپلوماتانو او يو زيات شمېر ملکي وګړو ګډون کړي و. د پارلمان شپږم وژل سوی غړی په هلمند ولايت کي خاورو ته وسپارل سو.

د بغلان ولايت د تيري ورځي په پيښه کي د ورستي خبر له مخي شپيته تنه وژل سوي او له سلو څخه ډير ټپيان سوي دي.

د بغلان ولايت پر والي او امنيې قومندان باندي له دې امله سختي نيوکي سوي، چي دوی لکه څنګه چي ښايي هغسي امنيتي تدابير نه وه نيولي.

او دغه راز د پارلماني غړو پرساتونکو باندي له دې امله نيوکي سوي چي د پيښي څخه وروسته يي پرراټولوسو خلکو باندي ټکان کړي.