1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چاویز روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی

مسعود جهش (رویترز، د فرانسې خبري آژانس)۱۳۹۱ دی ۱۵, جمعه

وینزیویلايي چارواکو ویلي چې د دې هیواد ولسمشر اوس هم د تنفسي ستونزو له کبله تر درملنې لاندې دی. ولسمشر چاویز په وروستیو ۱۸ میاشتو کې درې وارې د سرطان ناروغۍ عملیاتونه کړي او ویل کیږي چې اوس په خراب روغتیایي حالت کې دی.

https://p.dw.com/p/17DcH
انځور: Reuters

د وینزیویلا ولسمشر هوګو چاویز، اوس هم د سږو د ناروغۍ له کبله په کیوبا کې تر درملنې لاندې دی. دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي چاویز تر دې مخکې د تیرکال د دسمبر میاشتې په ۱۱ نیټه د سرطان عملیات هم کړی وو.

د وینزیویلا د معلوماتو وزیر ویلي دي چې ولسمشر چاویز د سږي د مکروبي کیدو له کبله له روغتیایي ستونزو سره مخامخ دی. دا چې د ولسمشر چاویز روغتیایي حالت څرنګه دی په اړه یې ډیر معلومات نه شته خو ځینې کسان وایي چې هغه د مړینې له ګواښ سره مخامخ دی.

د وییزیویلا ولسمشر له تیرو درو اونیو راهیسې په رسنیو او عام محضر کې نه دی لیدل شوی. هغه په تیرو ۱۸ میاشتو کې درې وارې عملیاتونه کړي دي.

تر دې مخکې د وینزیویلا د ولسمشر لومړی مرستیال نیکولاس مدورا، له کیوبا څخه بیرته وینزویلا ته راستون شوی وو. هغه په کیوبا کې له ولسمشر چاویز څخه لیدنه کړې وه. دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر کسان وایي چې چاویز اوس د مرګ او ژوند تر منځ شپې او ورځې تیروي. په همدې حال کې د وییزویلا د حکومت اپوزیسیون، د چاویز د روغتیایي وضعیت په اړه د لا ډیرو معلوماتو غوښتنه کړې ده.

چاویز له ۱۹۹۹ کال راهیسې د وینزویلا د ولسمشر په توګه پاتې شوی دی. ټاکل شوې ده چې هغه به د روانې میاشتې په لسمه نیټه خپله نوې دوره پیل کړي. خو که هغه د روغتیایي لاملونو له کبله له دې کاره ډډه وکړي او یا هم ومري، نو د وینزویلا د اساسي قانون له مخې به په دې هیواد کې د ۳۰ ورځو په ترڅ کې د نوي ولسمشر د ټاکل کیدو له پاره ټاکنې وشي.