1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د يزيديانو د ژغورنې د عمليات احتمال کم دی»

احمد ولي اڅکزی (آژانسونه)۱۳۹۳ مرداد ۲۳, پنجشنبه

امريکا متحده ايالاتو د عراق په سينجار سیمه کي د محاصره سوي يزيدي مذهبي لږکۍ سره د مرستې له پاره عمليات وځنډول. د دغې لږکۍ غړي د «اسلامي دولت» په نوم له وسله والې ډلې څخه په تېښته کي دي.

https://p.dw.com/p/1CueU
انځور: Reuters

امريکا متحده ايالاتو د عراق په سينجار نومي غرنۍ سيمه کي د په تېښته يزيديانو سروې وکړه. تر دغې سروې وروسته واشنګټن هغه پلان وځنډاوه چي غوښتل يې په ياده سيمه کي د يزيدي لږکۍ د ژغورلو په موخه ځمکني عمليات وکړي.

د امريکا متحده ايالاتو سرتیري او د مرستندويه ټولنو استازي د شپې په تیاره کي د سينجار سيمې ته ورسېدل او تر ۲۴ ساعتو پوري یې د عراق په شمال کي پرتې په دغه سيمه کي د د تېښتي په حال کي يزيديانو او د هغوی د حال سروې وکړه.

ياده مذهبي لږکۍ د اسلامي دولت په نوم له وسله والې ډلې څخه په تېښته کي ده. امريکايي سرتیري او د مرستندويه ټولنو کارکونکي تر سروې وروسته بېرته د «بلک هاوک» ډوله څرخي الوتکو په مرسته له سيمي څخه وايستل سول.

تر اټکل څخه کم يزيديان بند پاته دي

د امريکايي سرتیرو او مرستندويه ټولنو د غړو د سروې پايلي داسي نه دي چي د امريکا له خوا د يزيديانو د ژغورني په مقصد د پلان سویو ځمکني عملياتو د عملي کېدو احتمال زيات کړي. د امريکا د دفاعي چارو د وزارت په وينا د يادي ډلې د سروې څخه معلومه سوې چي په سينجار سيمه کي د پخوانيو اټکلونو څخه ډېر کم يزيديان موجود دي.

د پنټاګون په وينا په سينجار سيمه کي د موجود لږو يزيديانو جسمي حالت هم تر هغه څخه ډېر ښه دی، لکه چي اټکل يې سوی وو. ياده سوې چي دغو کسانو ته د امريکايي، برېتانوي او عراقي الوتکو څخه د رسولو سویو خوراکي توکو په برکت د هغوی د چښاک او خوارک وضعه هم ښه ده.

پنتاگون ویلي دي چي د خوراکي توکو د مرستو تر څنګ د يزيديانو د وضعې په ښه والي کې د «اسلامي دولت» پر ضد د امريکا هوايي پوځي عمليات هم ونډه لري ځکه د دغو بریدونو له کبله په زرګونو محاصره سوي يزيديان د «اسلامي دولت» څخه په تېښته بريالي سوي دي.

«د ژغورنې له پاره د عملياتو احتمال کم سوی دی»

د متحده ايالاتو د دفاعي چارو وزير چک هېګل ويلي دي چي د تر سره سوي سروې د پايلو له مخي د دې احتمال ډېر کم دی، چي امريکا به د ژغورنې پلان سوي لوی ځمکني عمليات پلي کړي.

تر دې مخکې داسي اټکلونه موجود ول چي د عراق په سينجار سيمه کي د ۲۰ زرو او ۳۰ زرو تر منځ يزيديان محاصره دي. اټکل سوی وو چي دغه انسانان په ياده سيمه کي د ډيرو بدو حالاتو سره مخامخ دي.

يزيديان يوه غېر اسلامي مذهبي لږکۍ ده چي د «اسلامي دولت» نومي وسله والې ډلې لخوا په مرګ ګواښل کيږي. ويل کيږي چي په دې ترڅ کي تر اوسه پوري په زرهاو يزيدي نارينه، ښځي او ماشومان وژل سوي دي.

«اسلامي دولت» ډله په تيرو اوونيو کي په دې توانېدلې ده چي د سوريې او عراق زياتي سيمي تر خپل کنترول لاندي راولي. دغې ډلې تر خپل کنترول لاندې سيمو کي اسلامي خلافت اعلان کړی او غواړي چي دغه خلافت د نړۍ ټولو اسلامي هيوادونو ته وغځوي.

هوايي بريدونه ادامه لري

امريکا متحده ايالاتو د پخوانيو اټکلونو پر اساس پر دې غور پېل کړی وو، چي په سينجار غرنۍ سيمه کي چي د عراقي ښار موسول په لوېديځ کي واقع ده، د «ژغورنې مځکني عمليات» په لاره واچوي. د ولسمشر باراک اوباما امنيتي سلاکار بېن رودس، ويلي ول چي دغه عمليات يا خو د «هوايي پل» او يا هم د «مځکني کوريدور» بڼه لرلای شي.

خو رودس ويلي ول چي په دې تړاو لا پلانونه بشپړه سوي نه دي. د امريکايي رسنيو په وينا دغه پلانونه د امريکا ولسمشر باراک اوباما ته وړاندي کړل سوي ول. دا په داسي حال کي چي اوباما تر دې مخکې څو واري په عراق کي د پلي امريکايي عسکرو مداخله د احتمال څخه وتلې بللې وه.

په عيني حال کي د امريکا متحده ايالاتو جنګي الوتکو د عراق په شمال کي د «اسلامي دولت» پر مورچلونو خپلو بريدونو ته ادامه ورکړې ده. دغه هوايي بمبارۍ د جمعې د ورځي (د اګست ۸ مې) راهيسي ادامه لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب