1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يمن خونړۍ انقلاب

کريستن کنيپ۱۳۹۴ فروردین ۴, سه‌شنبه

په یمن کې حوثي یاغیانو د سیمو نیولو ته ادامه ورکړې ده. پر دې سربیره افراطي ډلې «اسلامي دولت» هم په دغه هیواد کې قدم ایښی دی. دواړو ډلو پاته دولتي نظم له گواښ سره مخامخ کړی دی. آیا دغه هیواد له ناکامۍ سره مخامخ دی؟

https://p.dw.com/p/1EwAI
انځور: Imago

داسي ښکاري چې افراطي ډلې «اسلامي دولت» دي په یمن کې قدم ایښی وي. د تیري جمعې په ورځ دغي ډلي په دوو مسجدونو کې د جمعې د لمانځه پر مهال په بریدونو کې۱۴۰ شیعه مسلمانان ووژل. دا د دغه هیواد په تاریخ کې تر ټولو خونړی يرغل گڼل کیږي.

له بلي خوا حوثي ياغيانو چې زیاتره یې شیعه گان دي د دولت پر ضد خپل بې رحمانه کمپاین ته ادامه ورکړې ده. د جمعې په ورځ پر خپلو هم مذهبو عبادت کوونکو باندي تر برید وروسته حوثي یاغیانو د ولسمشر عبد ربه منصور هادي، پر استوگنځای باندي يرغل وکړ. هادي د جنوري میاشتي په پای کې د عدن ښار ته وتښتید. هادې د عدن ښار د یمن نوې پلازمېنه نومولی دی.

حوثي ياغيان له تیرو څو ورځو راهيسي د سویل پر لور د پرمختگ په حال کې دي. د یکشنبې په ورځ هغوی د تعز ښار ونیو او اوس د عدن ښار پر لور د حرکت په حال کې دي. داسي ښکاري چې تر سوریې او ليبیا وروسته اوس یمن دریم هیواد دي چې د ۲۰۱۱م کال تر انقلاب وروسته ورځ تر بلي له گډوډیو او انارشۍ سره مخامخ کیږي.

په واک کې د ونډي او تعادل په هکله پیل شوي بحثونه اوس په داسي سختي شخړي اوښتي دي، چې پکښې ټول ښکیل اړخونه پراخي غوښتني فورمولبندي کوي او یوه جوړ جاړي ته لږ چمتووالی ښيي.

له لاسه وتلي چانسونه

په ۱۹۹۰م کال کې د یمن تر بیا يو ځای کیدو وروسته د دغه هیواد په شمال کې ځیني شیعه گان یو له بل سر متحده شول، څو د مرکزي حکومت چې سنیانو پکښې تسلط لاره، د مخ پر زیاتیدونکي نفوذ پر وړاندې دفاع وکړي. په ۲۰۱۱م کال کې هغوی د هغه مهال د ولسمشر علي عبدالله صالح پر ضد د انقلاب ملاتړ وکړ.

خو د صالح تر راپرځولو وروسته د یوه نوي حکومت د جوړیدو له پاره په ملي ډیالوگ کې حوثي یاغیان شامل نه کړل شول. خو کله چې د ۲۰۱۴م کال په دوبي کې د نوي اساسي قانون مسوده جوړه شوه نو حوثیانو هم بغاوت وکړ. هغوی تر هر څه لومړی له پلان شوي فدرالي جوړښتونو سره مخالفت ښکاره کړ، چې دوی ته پکښې هغه ولایت چې اوبو ته یې هيڅ لاره نه لري په پام کې نیول شوی وو.

اوس حوثي یاغیان د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح ملاتړ لري. هغه هیله من دی چې له حوثي ياغيانو سره به د اتحاد په پایله کې د ولسمشر د راپرځول کیدو په صورت کې یووار بیا واک ته ورسيږي.

اوس د حوثي یاغیانو اصلي مخالفان چې د «الحراک غورځنگ» سني ملاتړي دي، هم په ملي دیالوگ کې له ونډې اخیستو څخه بې برخي شوي دي. الحراک، د یمن په سویل کې د پرتو یمنیانو غورځنگ دی.

د حوثيانو په څیر هغوی ته هم د یمن د بیا یوځای کیدو په پروسه کې ځان بایلونکی بولي. هغوی داسي احساس کوي چې په نوي فدرالي جوړښت کې پوره استازیتوب نه لري او د خپل ولایت د خپلواکۍ غوښتنه کوي.

د ملگرو ملتونه نفوذ کومه نتیجه نه ده ورکړې

د ملگرو ملتونو امنیت شورا د حوثي یاغیانو له خوا عدن ښار ته تښتیدونکي ولسمشر هادي ته د ملاتړ ډاډ ورکړی دی. په عین وخت کې د یمن له پاره د ملگرو ملتونو استازي جمال بن عمر په دغه هیواد کې د تاوتریخوالي د لمن د لا پراخیدو خبرداری ورکړی دی. دا پوښتنه لا پر ځای پاته ده چې ملگري ملتونه د کړکیچ پر ښکیلو اړخونو خپل نفوذ کارولای شي او که نه. د برلین د علم او سیاست له بنسټ څخه د سیاسي چارو کارپوهه مرایکه ترانسفېلد په دې آند ده چې نړیواله ټولنه په یمن کې د کړکیچ پر ښکیلو اړخونو لږ نفوذ لري.

هغه وایي: «یوازې یمنیان په یمن کې سیاسي کړکيچ د پایداره سیاسي عمل په واسطه په اغیزمنه توگه حلولای شي. د یمن د ښکیلو اړخونو پیچلي شبکې ته په کتو سره بهرنۍ پوځي مداخله به په دې کې مرسته وکړي چې وضعیت لا پسې خراب شي.»

د لیکوال عزمي بشاره د اټکلونو له مخې، د سولي کيلي په خپله په یمن کې ده. د هغه په وینا حوثي یاغیان په داسې وضعیت کې نه دي، چې دغه هیواد یوازي په خپل وس اداره کړي. خو بیا برعکس مخالفان یې چې تل بېلابېل ائتلافونه جوړوي، خپل ځان یې د قوي ځواک په توگه مطرح کړی دی چې څوک یې له پامه نه شي غورځولای.

دولت د ناکامۍ له گواښ سره مخامخ دی

دغسې یو مورد کولای شي د حوثیانو پر ضد د ولس د یوې برخي مقاومت راپورته کړي. د ۲۰۱۱م کال تر احتجاجونو وروسته د یوه وخت له پاره په ټپه دریدلی حالت رامنځ ته شوی وو خو اوس ډیر خلک داسې فکر کوي چې یووار بیا سړکونو ته د راوتو وخت دی. د الجزیري تلویزوني شبکې د یوه ځوان له خولې چې د نورو خلکو په شان د حوثیانو پر ضد سړکونو ته راوتلی، ویلي دي «انقلاب ادامه لري، خو له خپلو هدفونو سره.»

پر دې سربیره یوه بله موضوع دا ده چې حوثیان د تندلارو سني جهادیانو خطر څرنگه اټکلوي. له ډیر وخت راهیسې په یمن کې د القاعدې شبکې ځانگړي خطرناکې هستي حضور لري. اوس داسي ښکالري چې افراطي ډلي «اسلامي دولت» هم یمن ته پښه غځولي وي.