1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يمن له يوه زندانه ۱۲۰۰ بنديان تښتېدلي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ تیر ۱۰, چهارشنبه

د يمن په «تعزً» ښار کي د سختو جگړو په جريان کي يو زندان مات سوی او نزدې ۱۲۰۰ بنديان تښتېدلي دي. په تښتېدلو کسانو کي د القاعدې شبکې غړي هم شامل دي. خو دا څرنگه کېدای سي چي له زندانه دومره بنديان وتښتي؟

https://p.dw.com/p/1Fr0L
انځور: picture-alliance/dpa/Waddah Abdulqader Abdulqawi

د يمن په کړکېچ کي ښکېلي غاړي د دغه زندان د ماتېدو پړه يو پر بل باندي اچوي. په دغه هيواد کي په حوثي ياغيانو پوري اړوند «سبا» خبري آژانس خبر ورکړی دئ، چي پر زندان باندي د القاعدې شبکې او د هغوی انډيوالانو يرغل کړی دئ. خو له بله اړخه بيا ويل کيږي چي حوثي ياغيانو بنديان آزاد کړي دي.

د حوثي ياغيانو پرضد ولسي پاڅون يوه غړي ويلي دي چي بنديان حوثي ياغيانو آزاد کړي دي، ځکه دغه سيمه د دوی په کنترول کي ده. د هغه په خبره حوثيانو ځکه دا کار کړی دئ، چي بيره لري دغه سيمه به له لاسه ورکړي.

دغه کس چي نوم ئې نه دئ ښوول سوی ويلي دي: «زموږ جنگيالي اوس د تښتېدلو بنديانو د بيرته نيولو په لټه کي دي، ځکه په هغوی کي جنايي او په اعدام محکوم کسان هم شامل دي.»

په يمن کي القاعدې شبکې د روان کال په اپريل مياشت کي د «مکلا» ښار پر مرکزي زندان يرغل وکړ او نزدې ۳۰۰ بنديان ئې آزاد کړل. په آزادو سوو بنديانو کي د دوی يو مشر هم شامل وو.

د تعزٌ ښار زندان پيښي بيا هم دا وښووله چي د يمن حکومت سره پاشل محسوسيږي. تعزٌ د روان کال په مارچ مياشت کي حوثي ياغيانو ونيو.

حوثي ياغيان او د يمن حکومت او پلويان ئې له څو مياشتي راهيسي په جگړه کي ښکېل دي. په دغه هيواد کي د شعيه حوثي ياغيانو په پرمختگ سره، ولسمشر عبد ربه منصور هادي، سعودي عربستان ته وتښېد.

د مارچ مياشتي له وروستيو راهيسي د سعودي عربستان په مشرتوب ائتلاف چي له څو نور عربي هيوادونو څخه جوړ دئ، په يمن کي پر حوثي ياغيانو باندي هوايي بمبارۍ پيل کړي.

په يمن کي القاعدې شبکې هم له دغه جنگه ډېره گټه اخيستې ده او په دغه هيواد کي ئې خپلي ريښې نوري هم غځولي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب