1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يمن څخه تر سوماليا پوري

۱۳۸۸ دی ۱۷, پنجشنبه

يوه هيواد په اوس وخت کي ټول لوړ رتبه امريکايي سياستمداران مصروف کړي دي ، «اجازه راکړي چي د يمن څخه يې شروع کړم »

https://p.dw.com/p/LNmc
انځور: AP

دا خبره د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري هليري کلينتن په دوشنبه کله چي د لومړي ځل لپاره په نوي ميلادي کال کي د واشنګتن په مطبوعاتي غونډه کي د خبريالانو په مخکي ودريدل، ياده کړه او بيا يې وويل :

« هغه پر له پسي ګواښ چي په عربي ټاپو وزمه کي د القاعده له خوا کيږي، زه ډيره انديښمنه کړي يم . د القاعده يمنی ځالي چي په خپل ځان باندي يې د عربي ټاپو وزمي دالقاعده ، نوم ايښي دي.»

ميرمن کلينتنن يادونه وکړه، د دغو ځالو پر ضد به قاطعانه عمل وسي او د صنعا د حکومت په اختيار کي به فوراً دوه برابره نوري پيسې کښيښول شي، 150 مليون ډالر... د څه لپاره :

«د دي لپاره چي يمني حکومت په خپل هيواد کي د القاعده د شبکې پر ضد په عمل لاس پوري کړيدی ».

البته هغسي يو عمل چي نړيوالي ټولني ته ثابته کړای شي . خو د اوباما حکومت په دې هم پوهيږي چي په صنعا کي د کمزوري حکومت څخه ډير زيات انتظار نسي کولای چي د ترور ضد جګړه کي دي په ډير اغيزمن ډول عمل وکړي . نو په دې وجه د متحده ايالاتو جمهور رييس په يمن کي د امريکا د اوسنيو عملياتو د پراخولو په لټه کي دی .

«مونږ تر دې دمخه هم په تيرو وختونو کي د ترهګرانو د روزني کمپونه خراب کړي دي او د القاعده ځيني مشران مو له منځه وړي دي . او اوس به مونږ تاسي هم حساب او کتاب ته راکش کړو»

يعني د القاعده هغه غړي چي په يمن کي دي، هغو چي 21 کلن عمر فاروق عبدالمطلب روزلی دی، هغه يو محصل چي د دسمبر پر 24 د مسيحي اختر يا کريسمس په لومړی ورځ يې غوښتل ، يوه مسافر وړونکې الوتکه ديترايت ته د کښته کيدو په وخت کي والوزي . که سپينه او بربڼده وويل سي، معنی دا چي د متحده ايالاتو د رسنيو په نظر، په يمن کي به پر القاعدي بيا ګذارونه وسي :

« پرالقاعده باندي به بيا حمله وسي!»

د 2003 کال څخه را په دې خوا د متحده ايالاتو پوځ او همدا رنګه د مرکزي استخباراتي ادارې CIA نظامي څانګه په يمن کي د القاعده د ترهګرانو پر ضد په عملياتو اخته دي . د دغو عملياتو ډيری يې درمونټ کنترول په واسطه رهبري شوي بي پيلوټه الوتکو سره سرته رسول کيږي . CIA ، خاص روزل شوي ځواکونه او سمندري ځواکونه د شمالي افريقا د جيهبوتي څخه چي يو وخت د فرانسويانو نظامي هډه وه، دغه بي پيلوټه الوتکي الوزوي .

سر بيره پر دې د افريقا د ښاخ او د عربي ټاپو وزمي تر منځ په بين امللي اوآزادو اوبو کي امريکايي اکتشافي بيړۍ په يمن کي د القاعده د هر حرکت څارنه کوي . « مونږ په عربي ټاپو وزمه کي په تيرواونيو کي القاعده ته څوواره په برياليتوب سره ګذارونه ورکړل .»

دا خبره نفوذ لرونکي امريکايي سناتور ليبر من له ABC تلويزيوني شبکې سره وکړه . حقيقت دا دی چي په دسمبر کي په يمن کي د القاعده پر دوو مشکوکو کمپونو باندي د امريکايانو په دوو توغندي حملو کي 23 خلک ووژل شول ،چه د هغو په جمله کي ډير ولسي خلګ هم شامل وه. يو وار بيا سناتورليبرمن :

« مونږ د يمن په خاوره کي همدا اوس کلک حضور لرو.»

د امريکا د عامه خلکو له خبرتيا څخه تر ډيره حده پټ، متحده ايالاتو د القاعده پر ضد د خپلي جګړې لمن پراخه کړي ده : دعراق او افغانستان څخه پاکستان، سوماليا او يمن ته .

لکه څنګه چي يې سناتور ليبرمن اټکل کوي :

« عراق د پرون ورځي دجګړې، افغانستان د نن ورځي، اويمن به د راتلونکي ورځي د جنګ ميدان وي . »

رالف سينا/ حکيم باري

کتونکی : محمد قاسم نوري