1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يورو زون د ماليې وزيرانو غونډه بې نتيجې پای ته ورسېده

۱۳۹۱ آذر ۱, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/16nEy

له يونان سره د اقتصادي مرستو پر موضوع باندي د يورو پولي واحد زون د مالي چارو د وزيرانو غونډه په بروکسل کي پرته له کومي نتيجې پای ته رسېدلي ده. د المان د ماليې وزير ولفگانگ شويبله ويلي دي چي د راتلونکي دوشنبې په ورځ به دغه غونډه بېرته پېل سي. د بروکسل په دغه غونډه کي چي تقريبا ۱۲ساعته يې دوام وکړ، پر دې باندي خبري وسوې چي ايا يونان ته ۳۱ اعشاريه پنځه ميليارده يورو نوري اقتصادي مرستي ورکړل سي که څرنگه. د يورو ډلي رئيس ږان کلاوډې ينکر ويلي دي، چي د يونان حکومت خپلي ژمني پوره کړي دي او اوس د نورو مرستو له پاره صرف پر تخنيکي کار باندي بحث روان دی. يونان د يورو پولي واحد هغه غړی هيواد دی چي که اقتصادي مرستي ورسره ونسي نو د ډېوالي کېدو له گواښ سره مخامخ کېدلای سي.