1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يورو زون د نهو هيوادونو د پور اخیستلو اعتبار را ټيټ سوی دﺉ

۱۳۹۰ دی ۲۴, شنبه

د Standard and Poor`s يا د پورونو د اعتبار ارزوني آژانس د یورو زون د نهو اروپایي هيوادونو اعتباري درجه راټيټه کړې ده. د دغو هیوادونو په کتار کي فرانسه هم شامل ده.

https://p.dw.com/p/13jcT
د فرانسې د پور اخیستنې درجه د AAA څخه +AA ته راټیټه کړی شوې
د فرانسې د پور اخیستنې درجه د AAA څخه +AA ته راټیټه کړی شوېانځور: Reuters

دا لومړی ځل دﺉ چې د فرانسې او اتريش غوندي هيوادونه چي پخوا ئې تر ټولو ښه اعتباري درجه درلوده د AAA څخه +AA درجې ته راټيټ کړل سوي دي. د اعتباري درجو د دغي نوي ارزونې خبر د سټېنډرډ اېنډ پورس آژانس پر خپله انټرنیټ پاڼه خپور کړی دﺉ.

اېټاليا د يورو د پولي واحد هغه هيواد دﺉ چي د سټېنډرډ اېنډ پورس په نوې ارزونه کي حتا دوې درجې راټيټ کړل سوی دﺉ. دغه هيواد چې تر پخوا ئې د A درجه درلوده اوس ورته د +BB اعتباري درجه ورکړل سوې ده. په دې توګه اېټاليا د پور اخيستلو په ترڅ کې د پيرو، کولمبيا او قزاقستان هيوادونو په څیر اعتبار لري.

سټېنډرډ اېنډ پورس د اېټاليا تر څنګ د هسپانيا، پورتګال او قبرس اعتبار هم دوې درجې راټيټ کړی دﺉ. د مالټا، سلواکيا او سلوانیا هيوادونو د پور اخیستنې اعتبار هم، يوه يوه درجه راټيټ سوی دﺉ.

د اېس اېنډ پي آژانس د نوې ارزونې له مخي آلمان پر خپله پخوانۍ تر ټولو ښه اعتباري درجه AAA پاته دﺉ.

د آلمان تر څنګ د هالنډ، فنلنډ او لوکسمبورګ هيوادونو هم خپلې پخوانۍ دAAA درجې ساتلي دي. په دې توگه د آلمان په گډون دغه درې هېوادونه په نړيواله توګه له هغو ۱۳ هيوادونو څخه دي چې د پور د اعتبار تر ټولو لوړه درجه لري.

نوموړي آژانس پخپله ارزونه کي زياته کړې ده چي د اروپا سياستوال د پورونو د بحران پای ته په رسولو کي لا تر اوسه پر يوه پاليسې نه دي همغږي سوي.

د سټېنډرډ اېنډ پورز د نوو ارزونو وروسته اوس داسي اندیښنې هم رامنځته سوي دي چې د يورو پولي واحد د ژغورلو د صندوق اعتبار ته هم زیان ونه رسيږي.

په تیره بيا د فرانسې تر اعتبار راټيټېدني وروسته دغه اندیښنې لا پسي زياتي سوي دي، ځکه چي تر آلمان وروسته فرانسه د يورو پولي واحد تر ټولو مهم اقتصادي قوت بلل کيږي. سټېنډرډ اېنډ پورز دا ځل لا د ژغورني صندوق ته تر ټولو ښه د اعتبار درجه ورکړې ده، خو دا چې په راتلونکو ارزونو کي به کومه درجه ولري لا نه ده څرګنده.

د سټېنډرډ اېنډ پورز نوې ارزونې د نړۍ د ونډو پر بازارونو منفي اغېزې لرلي دي. په دې ترڅ کي د يورو پولي واحد د ډالر په مقابل کې لا زيات راټيټ سوی دﺉ. په داسي حال کې چې تېر کال د يوې يورو بيه ۱،۴۶ ډالره وو اوس ئې بيه ۱،۲۶ ډالرو ته راټيټه سوې ده.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: سيد رياض